د زابل ولایت په عدلیې ریاست کې دوه تنه وژل شوي

د زابل ولایت په عدلیې ریاست کې دوه تنه وژل شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۷مه) د زابل ولايت د عدليې رياست په انګړ کې نن غرمه مهال دوه تنه حقوقي دعوه کوونکي وژل شوي.
د معلوماتو له مخې، يو بل ژوبل ښودل شوی.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سیال هم منلې ده، چې بريد کوونکي په کابل کې د زابل د پولیسو استازی دی.
د پېښې له ځایه بريد کوونکی تېښته کړې.
د عینې شاهدانو له قوله؛ د پيښي قربانیان د زابل ولايت د مېزاني ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top