روان کال کې د طالبانو تلفاتو ۱۱سلنه زیات شوي

روان کال کې د طالبانو تلفاتو ۱۱سلنه زیات شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۷مه) د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د تېر لمریز کال په پرتله سږ کال د وسله والو مخالفینو په تلفاتو کې ۱۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د یاد وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ويلي دي، چې افغان ځواکونه توانېدلي، ترڅو د وسله والو مخالفینو پلانونه په خپل وخت شنډ او دوی ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره "اوچا" ویلي؛ په افغانستان کې جنګ جګړو زور اخیستی.
د دغې ادارې په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د روان ۲۰۱۷ میلادي کال د جولای له میاشتې د سپټمبر تر میاشتې په افغانستان کې په منځني ډول هره ورځ تر اتیاو نښتې او جنګ جګړې پېښې شوي چې په تېرو شپږ کلونو کې بې سارې دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top