سعد الحریري له عربستان څخه فرانسې ته تللی

سعد الحریري له عربستان څخه فرانسې ته تللی



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۷مه) ویل شوي، چې د لبنان هېواد مستعفي لومړي وزیر سعد الحريري له سعودي عربستان څخه فرانسې ته په یوه الوتکه کې تللی دی.
 ښاغلي حریري دده په استعفا کې د سعودي عربستان اغیز په اړه خبرې رد کړې وې.
تمه ده چې نوموړی د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره وګوري.
هغه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي:
" ګډې پرېکړې ته د رسېدو لپاره ویلی شم هغه خبرې چې ویل کېدل زه سعودي کې بند یم او له هېواده د وتلو اجازه نه راکول کېږي، دروغ دي. زه هوايي ډګر ته پر لار یم".
د لبنان دغه وزیر د روانې نومبر میاشتې پر څلورمه په ناڅاپي ډول ریاض ته د سفر پرمهال خپله استعفا اعلان کړه، خو تر اوسه یې استعفا نه ده منل شوې.
حریري د ریاض له هوايي ډګره پخپله شخصي الوتکه کې له خپلې مېرمنې سره د پاریس لوبورجیه هوايي ډګر ته الوتی دی.
بل خوا د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د تیرې چارشنبې په ورځ له الحریري څخه د ورتګ غوښتنه کړې وه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top