د ناټو عمومي منشي ستولټنبرگ له ترکیې بښنه غوښتې

د ناټو عمومي منشي ستولټنبرگ له ترکیې بښنه غوښتې



له هغه وروسته چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ناروې کې د ناټو له تمریناتو د خپلو سرتېرو د وتلو امر وکړ، د ناټو سرمنشي ینس ستولټنبرگ له ترکیې بښنه وغوښته.
 اردوغان د دغه هېواد د حاکم ګوند غړو ته د خبرو پرمهال ویلي، چې دغه پرېکړه یې له هغه وروسته کړې، چې د دې تمریناتو پر مهال د اردوغان نامه او د اتاترک عکس ته توهین شوی.
 اردوغان ویلي، پرون په ناروې کې د تمریناتوپر مهال د اتاترک عکس ته او د رجب طیب اردوغان نامه ته د احتمالي دښمن نوم کارول شوی دی. اوس د ناټو عمومي منشي په خپله بیانیه کې ویلي، چې دغه کس د ناټو رسمي کارکوونکی نه دی، بلکې د یوه قراردادي په توګه یې له ناټو سره کار کاوه، چې اوس له دندې ګوښه شوی دی.
 ستولټنبرگ ویلي، دا د ناټو نظر نه دی، بلکې ناټو ترکیې ته د یوه متحد او ارزښت وړ ملګري په توګه ګوري.
 د ناټو عمومي منشي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر چاووش اغلو سره تلېفوني اړیکه نیولې او رسمي بښنه یې ترې غوښتې ده.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top