ترکیې د توهین له کبله د ناټو له تمرینانو خپل سرتېري ایستلي

ترکیې د توهین له کبله د ناټو له تمرینانو خپل سرتېري ایستلي



د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ناروې کې د ناټو له تمریناتو د خپلو سرتېرو د وتلو امر کړی. دا د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ د سرتېرو ایستلو  لومړۍ پېښه ده. تر دې وړاندې دغه غړو هېوادونو داسې کومه پرېکړه نه ده کړې.
 اردوغان د دغه هېواد د حاکم ګوند غړو ته د خبرو پرمهال ویلي، چې دغه پرېکړه یې له هغه وروسته کړې، چې د دې تمریناتو پر مهال د اردوغان نوم او د اتاترک عکس ته توهین شوی.
 اردوغان ویلي، پرون په ناروې کې د تمریناتوپر مهال د اتاترک عکس ته او د رجب طیب اردوغان نامه ته د احتمالي دښمن نوم کارول شوی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top