د امریکا په هوايي قلمرو کې ناپيژندل شوی الوتونکی توکی لیدل شوی

د امریکا په هوايي قلمرو کې ناپيژندل شوی الوتونکی توکی لیدل شوی



د امریکا د متحده ایالاتو په هسک کې يو ناپيژنده الوتونکی توکی (نات) لیدل شوی، چې د دغه هېواد هوايي ځواکونو يې غبرګون ته اړ کړل او په دې هکله مالومات وروسته له څو ورځو په ډاګه کيږي.
د خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې، د مساپر وړونکوو الوتکو پیلوټانو لخوا د اکټوبر په ۲۵ مه خبر ورکړل شوی و، چې په هوا کې يې داسې یو سپين رنګه الوتونکی توکی ليدلی، چې ۷۰۰ کیلومتره په ساعت کې يې چټکتیا وه او د ځمکې نه ۱۰ کیلومتره لوړ و او دوی ته د ۲۰ کیلومترۍ په واټن کې نږدې شوی او بیا يې له نظره ورک شوی.
د دې خبر د ورکړې سره سمدلاسه بيړنی غبرګون ښودل شوی او د امریکا د هوايي ځواکونو ايف ـ ۱۵ ډوله الوتکې يې د تعقیب په موخه والوتلې، خو په موندلو کې يې پاتې راغلل ځکه چې له نظره ورک شو او معاصره رادار سیستم يې په موندولو کې پاتې راغی.
 اوس د دې پېښې په هکله راز راز نظریات وړاندې کیږي، چې تر اوسه کره مالومات يې ندې په ډاګه شوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top