په یمن کې ۲ خبریالې د حوثیانو له منګولو آزادې شوې

په یمن کې ۲ خبریالې د حوثیانو له منګولو آزادې شوې



په یمن کې دوه تنه تښتول شوې فرانسوۍ خبریالې د عربي ایتلاف د ځواکونو لخوا آزادې شوې دي.
د العربیه خبري رسنۍ د ريپوټ پر بنسټ، دغه خبریالانې د نومبر میاشتې په دوهمه نېټه د حوثیانو لخوا تښتول شوې.
یادې خبریالانې د يوه پلاوي غړې وې، چې خبرو اترو د تر سره کولو لپاره له يوه ولایت نه بلې ته روانې وې، چې په لاره کې وتښتول شوې.
سرچينه زیاتوي، چې اوسمهال دواړه د ریاض ښار ته رسول شوي او خوندي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top