امریکا، د افغانستان په وړاندې د روسيي له ډیپلوماسۍ اندېښنه لري!

امریکا، د افغانستان په وړاندې د روسيي له ډیپلوماسۍ اندېښنه لري!



سیاسي قشر په افغانستان کې د اوږدمهاله بې ثباتيو یو لامل د داخلي ژورو اختلافاتو تر څنګ د بهرنیو ځواکونو جارح حضور یادوي، د دوی په آند چې د افغانستان روانه کشاله نړیوالې ریښې لري او د حل لپاره یې باید له سیمه ییزه او نړیوالو میکانیزمونو او اجماع څخه استفاده وشي.
 
د امن او ټینګښت په پلمه افغانستان هر وخت د نړی د ځبرځواکو هېوادونو د سیالۍ پر مرکز اوښتی، د ژغورنې تر نامه لاندې هر چا تر دې ځایه ځغاسته راکړې او د هېواد سیاسي او امنیتي اوضاع یې کړکېچنه کړې.
 
د جنوبي اسیا، په ځانګړي ډول د افغانستان په وړاندې د امریکا له نوې ستراتیژۍ وروسته د یادې ستراتیژۍ په وړاندې د سیمه ییزه لوبغاړو مخالفتونو د افغانستان راتلونکې او سیاسي اوضاع یو ځل بیا نا معلوم لوري ته سوق کړه. له سولې د ولس تمه پرې شوه، د سیمې هېوادونو له افغان طالبانو سره نوي تعامل ته مخه کړه، امریکا او روسیه هم پر یو بل بې باوره شوي او د یو، بل د پرزولو په هڅه کې دي.
 
پر همدغو ستونزو د پاکستان مشهورې انګلیسي ورځپاڼې (ډان) له وتلي پښتون ژرنالیست او د افغانستان د سیاسي او ضاع څارونکي طاهرخان سره د افغانستان په روانې سیاسي اوضاع، سوله او افغانستان کې د روسیی او امریکا ترمنځ اړیکو او اندېښنو په اړه مرکه کړې چې پښتو ژباړه یې په لاندې شکل سره ده.
 
دسولې په څلور اړخېزه غونډو کې چين شامل شو، ستاسو په نظر هغه هېوادونه چې په افغانستان کې له شته ستونزو څخه اغېزمن شوي، اعتماد کې اخیستل په کار دي او که نه؟
 
ج: د۲۰۱۶ کال دسمبر میاشت کې په مسکو کې یوه درې اړخیزه ناسته ترسره شوه چې پکې د مسکو په ګډون چين او پاکستان ګډون درلود، د خبرو اترو یاده پروسه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال کې وروسته تر هغه شروع شوه چې د امریکا ولسمشر بارک اباما له افغانستان څخه د خپل زیات شمېر عسکرو د وباسلو اعلان وکړ.

د درې اړخیزو ناستو دوهمه غونډه د همدې کال په نومبر میاشت کې پاکستان کې ترسره شوه او تمه وه چې دریمه غونډه یی په روسیه کې ترسره شي، خو روسیی تر درې کلونو پورې یاده غونډه و ځنډوله تر څو خپلې پریکړې او تصمیمونه حالاتو او شرایطو ته په کتو ونیسي.
 
کله چې امریکا د خپلو عسکرو د شمېر کمولو له پریکړې په شا شول او په تعقیب یې افغانستان کې د داعش ډلې ظهور وکړ نو مسکو اړ شو تر څو یوه بله ناسته ترسره کړي کومه کې چې روسیی، پاکستان، افغانستان ایران، چین او هندوستان ګډون درلود، ګډون کوونکو هېوادونو پریکړه وکړه چې راتلونکې غونډه کې به دوولس هېوادونه شرکت کوي، خو امریکا له یادې غونډې په دې پلمه څنګ ته پاتې شوه چې ګواکې دوی سره یی له مخکې مشوره نه وه شوې.
 
زما په نظر دا د امریکا لپاهره یوه بهانه وه، حقیقت کې امریکا په افغانستان کې د روسیی له ډیپلوماسي څخه اندېښنه لرله نو ځکه یی افغان حکومت تشویق کړ تر څو د "کابل پروسې" تر نامه لاندې د سولې او ټینګښت هلې ځلې شروع کړي، هماغه وه چې د کابل پروسې لومړنی ناسته د ۲۰۱۷ کال جون میاشت کې په کابل کې ترسره شوه چې کابو ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو پکې ګډون درلود او په پام کې ده چې دوهمه ناسته د ۲۰۱۸ کال جون میاشت کې ترسره شي.
 
سمه ده چې د سولې لپاره ورته هلې ځلې وشي خو فکر نه کوم چې دغه ۳۰ هېوادونه دې په افغانستان کې د سولې او ټینګښت لپاره د پام وړ څه وکړلی شي.
روسیه تر څه مودې په یاد پرمختګ (کابل پروسه) خاموشه پاتې وه، خو بیا یی تر اووه کلن ځنډ وروسته د شانګهای همکاریو سازمان غونډه را وغوښته چې افغانستان او پاکستان پکې د څارونکو هېوادونو په حیث ګډون درلود.
 
چین هم یو اړخ دی او مهم لومړیتوب یی اقتصاد دی، چین په ۲۰۱۴ کال کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره خپل خاص استازی وټاکه او ورپسې د چین د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ مشر له افغانستان څخه لېدنه وکړه او د افغانستان وسله وال فوځ ته د وسلو په برابرولو سره یې په افغانستان کې د خپل سیاسي رول ته وده ورکړه.
 
همدارنګه ایران د سیمې هغه هېواد دی چې د افغانستان له ستونزو څخه زیات اغېزمن شوی دی، په افغانستان کې د داعش ډلې له ښکاره کېدو وروسته ایران له طالبانو سره سیاسي اړیکې ټینګې کړې او له ښکاره فرقه يي توپیرونو سره سره ایران په خپله خاوره کې افغان طالبانو ته ځای ورکړی.
 
د افغانستان شخړه کې ډیر اړخونه دخیل دي او هر یو یې خپل لومړیتوبونه لري، کله به دغه اړخونه د خبرو مېز ته راشي او کوم اړخ به زیات څه ترلاسه کړي؟
 
په لومړی درجه کې کابل د سولې له خبرو څخه زیاته فایده اوچتولی شي او بیاهغه هېوادونه چې د افغانستان له شخړې څخه مستقیما اغېزمن شوي لکه پاکستان، اېران، د منځنی اسیا ځینې هېوادونه او همدارنګه روسیه.
 

په دې ورستیو کې افغان طالبانو له روسیی سره اړیکې پیاوړې کړي، که څه هم چې افغانستان او روسیه ګډه پوله نه لري خو داچې تاجکستان او افغانستان یې لري نو له همدې لامله روسیه تاجکستان سره مرسته کوي چې له افغانستان سره د ګډې پولې امنیت ونیسي تر څو منځنی اسیا او بیا خپل ځان له اسلامي دولت داعش له ډلې څخه خوندي وساتي.
 
امریکا هم په افغانستان کې له سولې څخه غوښینه برخه ترلاسه کولی شي، ځکه هغوی په افغانستان کې د ملیاردونه ډالرو تاوان تر څنګ زیات شمېر بشري قوه هم له لاسه ورکړې.
 

ایا طالبان به د سولې خبرو اترو مېز ته حاضر شي؟
تر دې دمه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو هېڅ رسمي څرک نه لیدل کیږي، د طالبانو ډاګیزه غوښتنه دا ده چې په مستقیم ډول له امریکا سره خبرې وکړي، هغه څه چې امریکا ترې انکار کوي.
 
طالبان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل د سولې لپاره خپل مهم شرط ګڼي، دوی غواړي چې بهرنیان باید له افغانستان څخه د بشپړ وتلو لپاره مناسب مهالوېش وټاکي.
 
طالبان وایی له هغې ورځې چې امریکا د دوی حکومت ړنګ کړی، په افغانستان کې د جنګ یو اړخ ده او د سولې لپاره تراوسه دې نظر ته نه دي رسېدلي چې له افغان دولت سره ورباندې خبرې وکړي.
 
دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر د افغان دولت او امریکا تر منځ له کابو درې کلونو خبرو اترو وروسته پرانیستل شو، یاد سیاسي دفتر وروسته تر هغې وتړل شو چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر سختې نیوکې لاندې راغی او خپل سیاسي نماینده یې له دوحې څخه کابل ته راوغوښت. افغان حکومت خورا کمزوری دی او امریکا هم نه غواړي چې ملاتړ یې وکړي، که چیرې امریکایان د سولې په اړه د افغان دولت ملاتړ وکړي کوم چې طالبان یی هم غواړي نو د افغان دولت له ګرم استقبال سره به مخ شي.
 
طالبان حتی د سولې له څلور اړخیزو ناستو سره مخالفت لري، که څه هم دوی په دې اړه خپل سیاسي دریځ نه لري، خو کله چې په ۲۰۱۶ کال کې له دوی څخه وغوښتل شول چې په دوه میاشتو کې د سولې خبرو ته تیار شي نو طالبانو یاده غوښتنه په دې وجهه رد کړه چې ګواکې دوی ته یی د یادې غونډې د اجنډا په اړه څه نه وو ویلي.
 
فکر کوئ چې پاکستان به وکولی شي افغان طالبان د سولې خبرو اترو ته قانع کړي؟
 
د بې باوریو او غلطو پالیسیو په وجهه پر طالبانو د پاکستان اثر او رسوخ کمزوری شوی، پاکستان طالبان د سولې خبر اترو ته تشویق کولی شي مکر له دې ور هاخوا په دوی کوم اغېز نشي کولی. ځکه د طالبانو اکثر جنګي قومندانان د پاکستان له خاورې څخه وتلي.
 
زما د معلوماتو پر اساس، د طالبانو پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور خپلو هغوجنګي قومندانانو ته چې په افغانستان کې د استوګنې زمینه ورته برابره وه توصیه کړې وه چې له پاکستان څخه ووځي او اکثر طالب قومندانان و هم وتل.
 
اوسمهال طالبان په افغانستان کې دېر ځای لري، د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړې ادارې "سیګار" موندنې ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې طالبانو د افغانستان زیاته برخه خاوره تر خپل کمټرول لاندې راوستلې ده.
 
طالبانو اپرېل میاشت کې خپل پسرلني عملیات اعلان او پیل کړل، نو ممکن هغو سیمو کې چې تر اغېز لاندې یې راوستلي زیات شمېر طالبان ځای پر ځای کړي وي او که یادې سیمې په ژمي کې هم تر خپل کنټرول لاندې وساتلی شي نو لازیات طالبان پکې ځای پر ځای کولی شي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top