د م.م امنیت شورا نن دوه متضادې رایې اخلې

د م.م امنیت شورا نن دوه متضادې رایې اخلې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۵مه) ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پر دوه متضادو وړاندیزونو رایې اخلي.
 هغه رایې چې د امریکا او روسیې له خوا په سوریه کې د کمیاوي وسلو د استعمال په اړه د نړیوالې څېړنې د تمدید لپاره وړاندې شوي دي.
بل خوا په وروستیو کې د ملګرو ملتونو او پر کیمیاوي وسلو د بندیز د ادارې ګډې څېړنې چې روسیې ورسره مخالفت کړی دا موندلې وه چې د سوریې حکومت په تېره اپرېل میاشت کې زهرجن ګاز استعمال کړی دی.
د دغې نړیوالې څېړنې روان ماموریت نن شپه پای ته رسیدلی دی.
ځايي څېړونکو ویلي، سره له دې چې واشنګټن د مسکو لپاره، په خپلې وړاندې کړې مسوده کې ځینې  بدلونونه راوستي خو داسې بریښي چې مسکو به د امریکا مسوده ویټو کړي.
روسیه چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد یوه مهمه ملاتړې ده؛ تر اوسه یې د سوریې د کورنۍ جګړې په اړه د امنیت شورا د نهو پرېکړه لیکونو مسودې ویټو کړي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top