کونړ کې پر مرورې ولسوالۍ د توپونو ۱۴۷ مرمۍ ویشتل شوي

کونړ کې پر مرورې ولسوالۍ د توپونو ۱۴۷ مرمۍ ویشتل شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۵مه) د کونړ ولایت امنیتي چارواکو ویلي؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د دې ولایت پر مرورې ولسوالۍ د توپونو ۱۴۷ مرمۍ ویشتلې دي.
دا خبره د کونړ امنیه قوماندان جمعه ګل همت ازادي راډیو ته کړې ده.
هغه زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې چاته د سر زیان نه‌ دی رسېدلی.
بل خوا ویل شوي، چې د دغو بریدونو له امله د سیمې یو شمېر اوسېدونکي دې ته اړ شوي چې نورو سیمو ته کډه شي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د پاکستان پوځ د کونړ په ناړۍ، شلتن، مرورې، سرکاڼو او خاص کونړ د توپونو شااوخوا زر مرمۍ ویشتلې دي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top