قطر او متحده عربي امارات افغانستان ته پوځیان رالېږي

قطر او متحده عربي امارات افغانستان ته پوځیان رالېږي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۵مه) د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې په راتلونکو شپږو اونیو کې به په افغانستان کې هغومره بهرني پوځیان ولري چې اړتیا یې شته.
هغه دا خبره په داسې مهال کې چې له نورو هېوادونو سره په خبرو بوخت دی، ترڅو افغانستان ته خپل سرتیري ولیږي.
د ناټو عمومي منشي وویل؛ وروسته له څو میاشتو هڅو، ناټو وتوانېده چې د افغان ځواکونو د روزنې د ماموریت لپاره کافي روزونکي پیدا کړي.
هغه زیاته کړې، چې هغومره بهرني پوځیان به افغانستان ته واستول شي چې هلته د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن یې هیله کوله.
سټولټنبرګ ویلي، چې د افغانستان د ثبات لپاره تر ټولو غوره لار دا ده چې افغان ځواکونه وروزل شي او دوی د خپل هېواد امنیت ټینګ کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top