اجرائیه رییس سبا د هلیفکس په غونډه کې برخه اخلي

اجرائیه رییس سبا د هلیفکس په غونډه کې برخه اخلي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۵مه) ویل شوي، چې د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سبا د جمعې په ورځ د هلیفکس په نوم په نړیواله امنیتي غونډه کې برخه اخلي.
د معلوماتو له مخې، دا غونډه به په کاناډا کې وي.
بل خوا په یاده غونډه کې د نړۍ د ۳۰۰ هېوادونو او سازمانونو استازې ګډون په‎ کې لري.
ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ له کابله د امریکا متحد ایالتونو ته ولاړ او هلته یې د امریکا او ملګروملتونو له یو شمېر چارواکو سره لیدنې کتنې لرلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top