د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر له دندې ګوښه شوی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر له دندې ګوښه شوی



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۵مه) د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر نجیب‎الله احمدزی د ولسمشر د امر له مخې له دندې ګوښه شوی دی.
ویل شوي، چې ښاغلی احمدزی نېږدې کال مخکې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رییس په توګه ټاکل شوی و.
هغه تیره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه، چې یو شمېر کمېشنرانو د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش د فشارونو له کبله د ده د لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.
بل خوا په دې وروستیو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي و، چې د ټاکنو د کمېسیون له اوو غړیو څخه پنځو کمیشنرانو په یوه لیک کې غوښتې دي چې د دغه کمېسیون له ریاسته نجیب الله احمدزي لېرې شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top