په روسیه کې د الوتکې لوېدو له امله ۶ تنه وژل شوي

په روسیه کې د الوتکې لوېدو له امله ۶ تنه وژل شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۴نه) ویل شوي، چې په روسیه کې یوازې یوه څلور کلنه نجلۍ د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې ژوندۍ پاتې ده.
الوتکه نن د نیلکان په نوم ښار ته نېږدې، د خاواروفسک د سیمې د مرکز په زر کېلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
د روسیې ددغې سیمې چارواکو ویلي، چې د دې وړې الوتکې شپږ نورې سپرلۍ چې په کې څلور مسافر او دوه عمله شامل دي، د الوتکې د لوېدو په پېښه کې وژل شوي دي.
دا دوه ماشینه وړه الوتکه د چک جمهوریت ساخت ده او د خاواروفسک د یو سیمه ییز هوايي شرکت اړوند ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top