اجرائیه رییس په امریکا کې لومړۍ وینا د پاکستان پر ضد کړې

اجرائیه رییس په امریکا کې لومړۍ وینا د پاکستان پر ضد کړې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۴مه) د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د یو لوړ پوړي هیئت په مشرۍ سره امریکا او کاناډا ته په یو رسمي سفر تللی دی.
ویل شوي، چې هغه په خپله لومړۍ وینا کې پر پاکستان تور پوري کړی، چې د طالبانو ملاتړ کوي او هغوی ته یې خوندي ځایونه ورکړي دي.
هغه زیاته کړې، چې اوس هم ځیني داسي وسلوالې ډلې شته چې د بهر څخه یې ملاتړ کیږي، طالبان په سیمه کې د دې ټولو ډلو لپاره د "سایوان" غوندي حیثیت لري.
نوموړي یو ځل بیا د ټرمپ د نوي پالیسۍ په اړه، د افغانستان د ګډ حکومت موقف تکرار کړ او ټینګار یې کړی، چې په افغانستان او سیمه کې د ټرمپ ستراتیژي ګټوره ده او ملاتړ یې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت اجرئیه رییس عبدالله عبدالله د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د یوې فکرې ادارې په بحث فورم کې وینا کوله.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top