د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۹ وسله‌وال نیول شوي

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۹ وسله‌وال نیول شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۴مه) د کندهار امنیتي چارواکو خبر وکړی، چې د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې یې د عملیاتو په ترڅ کې ۹ وسله‌وال طالبان نیولي.
د دغه ولایت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مطیع‌الله هلال رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دغه عملیات تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د کارېزک په سیمه کې تر سره کړي دي.
د هغه په وینا په دغو عملیاتو کې ۹ وسله‌وال نیول شوي، د دوی ۹ موټرسایکلونه، یو سراچه موټر او درې هغه روغتیایي کتنځایونه چې د وسله‌والو درملنه په‌کې کېده، له‌منځه وړل شوي دي.
بل خوا طالب وسله‌والو تر اوسه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top