پکتیکا: د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غونډه ترسره شوه

پکتیکا: د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غونډه ترسره شوه



په پکتیکا کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غونډه ترسره شوه او په رسنیزه برخه کې په بېلابېلو موضعاتو خبرې وشوې.
په یاده ناسته کې د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي، د دولتي ادارو استازو او خبریالانو برخه اخیستيی وه.
پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي په ټولنه کې د رسنیو رول له ارزښته ډک وباله او زیاته یې کړه، رسنۍ دي چې د دولت او ولس ترمنځ یې د پل حیثیت غوره کړی دی.
ښاغلي فضلي وویل، د پکتیکا ولایتي ادارې او ژورنالیستانو ترمنځ اړیکې تر ټولو صمیمانه دي او په وینا یې دا لړۍ به همداسې جاري اوسي.
بل لورته د پکتیکا خبریالان وایي، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ګټه دا ده چې په هره برخه کې یې ستونزې درک او حل شوې.
دوی وایي، پخوا یې په امنیتي برخه کې معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې څه نا څه ستونزې موجودې وې خو په وینا یې د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي برخې په فعالېدو سره یې یاده ستونزه هم هواره شوي ده.
د یادونې ده، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ناسته په نوبتي شکل هره میاشت د مرستیال والي په مشرۍ ترسره کیږي او په اړونده مسایلو خبرې اترې کیږي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top