د امریکا اهداف او افغانستان

د امریکا اهداف او افغانستان



د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو سره دې ته اړتیا ده چې په هره برخه کې باید افغانان پوه ووسي علم، سیاست، امنیت او داسې نور مسایل دي چې باید دا ولس ورباندې د نورې نړۍ په سطحه سمبال وي ځکه که دوي په خپلو پښو افغانستان غواړي ددې لپاره نواړتیا ده چې په هره برخه کې مونږ بشري قوه او امکانات ولرو بغیر لدې پردي خلک نه شي کولای چې ددې زوریدلي ولس د درد لپاره دوا شي.

خبره مې تردې کوله چې نړیوال که څه هم په ښکاره دا چغې وهي چې دوي د افغانانو لپاره د ښه ژوندانه برابرولو په هدف هلې ځلې کوي مګر دا بیا د پردې تر شا داسې نه ده.

تاسې به شاهد حال یاست چې امریکا یو ځل بیا غواړي په افغانستان کې خپل فوځ زیات کړي، د فوځ زیاتیدل که څه هم دوي وايي چې د افغانستان د امنیت لپاره یې راولي خو دوي یې یواځې د خپلو سیاسي موخو لپاره دلته په ځای کوي ځکه دلته د یو افغان په حیث مونږ ددې پوښتنې حق لرو چې که چیرته نړیوال بیا په تیره امریکا غواړي دا سیمه پرامنه ووسي نو ولې زمونږ خپل امنیتي ارګانونه نه مجهز کوي؟

نو دوي هغسې چې نورې نړۍ او بیا هغه زبر ځواکونه چې ورسره په غیر مستقیم ډول په جګړه کې ښکیل دي دا پیغام ورته رسوي چې دوي دلته تر پخوا لا قوي کیږي لکه چین او روسیه یې ښې بیلګې یادولای شو، که څوک ووايي چې امریکا د یو باثباته افغانستان غوښتونکې ده دا خبره سل په سلو کې واقیعت نه لري ځکه دوي غواړي چې په اوږد مهال کې د افغانستان له جغرافیې څخه د یوې نظامي هډې په حیث کار واخلي.
ځکه دا سیمه دده لویو رقیبانو ته تر بل هر ځایه ښه مورچل کیدای شي چې د هغوي نومونه مو وړاندې یاد کړل چې هر څوک یې ښه پیژني، همداشان د امریکا د ستراتیژي د ښه عملي کیدو لپاره دې ته اړتیا ده چې افغانستان کې جنګ ووسي تر څو نوموړي هیواد ته لا د پاتې کیدو زمینه او بهانه جوړه شي .

تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ولی د افغان دولت له لوري د امریکا داسې اقدامات ستایل کیږي چې په اوږد مهال کې د افغان دولت لپاره په زیان دي نه په ګټه لکه یوځل بیا زه د امریکايي فوځ زیاتول یادوم.

افغان دولت ولی د خپل ملي فوځ د تقويې لپاره ورڅخه امکانات نه غواړي داسې ویل کیږي چې د یوه امریکایې فوځي په مصرف زیات شمیر افغان ملي فوځ مجهز کیدای شي نوولی بیا داسې اقدام ستایل کیږي ولی یې مخالفت نه کیږي.

نو دا خبره په ډاګه کیږي چې نړیوال که په هر ډول ووسي دوي غواړي پردۍ سیمه په خپلې ګټې وکاروي، په خپله وسله په پردۍ ګوته خپل دښمن وولي.

زمونږ او ستاسې لپاره د خلاصون او بري یوه لاره خلاصه ده چې هغه یواځې د علم او پوهې لار ده تر هر هغه وخته چې زمونږ او ستاسې ولس بې سواده ووسي تر هغې به مو نړیوال زمونږ سربیره، سیمه هم په خپله ګټه کاروي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top