ایران کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۵۳۰ تنو ته رسیدلی

ایران کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۵۳۰ تنو ته رسیدلی



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۴مه) ویل شوي، چې د ایران په کرمانشاه ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شوي خلک له خوراکي موادو، د څښاک اوبو او نورو اړینو موادو پرته په سړې هوا کې، د مرستو په انتظار دي.
هلته چارواکو ویلي، چې د یکشنبې د ورځې د زلزلې له امله، د مړو شمېر ۵۳۰ تنو ته لوړ شوی دی او شااوخوا ۸ زره نور ټپیان دي.
د دغه هېواد ولسمشر حسن روحاني تیره ورځ زلزله ځپلو سیمو ته تللی دی.
هغه هلته له خلکو سره ژمنه وکړه، چې حکومت به په ټول وس او توان په لنډ وخت کې د هغوی ستونزې حل کړي.
ایراني مقاماتو ویلي دي چې زلزلې یو شمېر ښارګوټي او ۲ سوه کلي ځپلي او د ژوندي پاتې شویو د موندلو چارې درېدلې دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top