اوکراین: د فساد ضد یوې ادارې غړو ته جنایي دوسیه پرانېستلې

اوکراین: د فساد ضد یوې ادارې غړو ته جنایي دوسیه پرانېستلې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۴مه) ویل شوي، چې اوکرایني مفتشانو په دې هېواد کې د فساد پر ضد د یوې ادارې د غړو له خوا د رشوت اخېستلو په اړه جنايي دوسیه پرانېستې ده.
د دغه هېواد د فساد د مخنیوي ملي اداره یوه مهمه اصلاحاتي اداره بلل کېږي، چې لوېدیځ یې ملاتړ کوي.
پر دې ادارې له دې کبله انتقاد شوی چې د چارواکو ثبت شوې پانګې او د هغوی د نامشروع پانګو په اړه شواهد څېړي.
بل خوا ناټو په دې هېواد کې د فساد پرضد یوه بله اداره ده چې په لوړه کچه د اداري فساد په اړه څېړنې کوي.
یادې ادارې تیره ورځ وویل، د اوکراین د فساد د مخنیوي د ملي ادارې د چارواکو په اړه یې یوه جنايي دوسیه پرانېستې ده چې په زیاته پیمانه د بډو په اخېستلو تورن دي.
هلته منتقدینو ویلي، چې د اوکراین ولسمشر پیټرو پوروشینکو د دې هېواد د فساد د مخنیوي له ملي ادارې څخه، د فساد د مخنیوي پر ځای د خپلو سیاسي مخالفينو د ځپلو لپاره کار اخلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top