افغانستان په ډهلي کې د محصولاتو په نړیوال نندارتون کې برخه اخیستې

افغانستان په ډهلي کې د محصولاتو په نړیوال نندارتون کې برخه اخیستې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۴مه) افغانستان محصولاتو په هغه نړیوال نندارتون کې برخه لري، چې تېره ورځ په ډهلي کې د هندوستان ولسمشر پرانېست.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د پراګتي میدان«IITF» په نوم دې نندارتون کې، د نړۍ ۲۱ هېوادونو خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.
یاده سرچینه وایي، د دې نړیوال نندارتون د افغانستان په برخه کې افغان سوداګرو په ۸۰ غرفو کې وچې مېوې، زغفران، غالۍ، لاسې صنایع، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او د افغانستان نور محصولات نندارې ته ایښي دي.
د نړیوالو محصولاتو دا نندارتون به د نومبر تر ۲۷ مې پرانېستی وي.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top