ارګ ویلي؛ د اېشیا فونډېشن د سروې پر وړاندیزونو به غور وکړي

ارګ ویلي؛ د اېشیا فونډېشن د سروې پر وړاندیزونو به غور وکړي



(روهي ـ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۴مه) افغان حکومت ویلي، چې د اېشیا فونډېشن وروستۍ نظر پوښتنه یې کتلې او د دې کلنۍ نظر پوښتنې پر بنسټ چمتو شوي راپور کې د افغانستان د خلکو لاس ته راوړنې او په مخ کې پراته چیلينجونه په ښه توګه منعکس شوي دي.
 حکومت د معیارونو مطابق او په مسلکي ډول د ترسره شويو تحقیقي راپورونو، نظر پوښتنو او عمومي سروې‌ ګانو هرکلی کوي او په پوره دقت یې پر وړاندېزونو غور هم کوي.
دا خبره د ولسمشر اشرف غني ویاند نجیب الله ازاد، د اېشیا فونډېشن د وروستۍ نظر پوښتنې په اړه څرګنده کړې ده.
اېشیا فونډېشن د سې شنبې په ورځ د ۱۳مې کلنۍ نظر پوښتنې نتایج خپاره کړل او وايي، ډېری هغو کسانو چې په دې نظرپوښتنه کې یې برخه اخېستې د افغانستان د راتلونکې په اړه تر پخوا یو څه زیاته خوشبیني ښودلې او فکر کوي چې هېواد یې پر سم لور روان دی.
که څه هم یو شمېر کتونکي د افغانستان روانو کړکېچنو حالاتو ته په کتو دا نظر پوښتنه پر خوشبینۍ ولاړه بولي.
بل خوا د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند نجیب په دې سروې کې د بریاوو او ستونزو دواړو یادونه شوې.
د ښاغلي ازاد په وینا، د برېښنا نشتوالی د افغانستان د ګڼو خلکو یوه ستونزه ده او په دې سروې کې هم یاده شوې ده چې په دې برخه کې هم ګڼې پروژې او پلانونه شته، چې په کمه موده کې په افغانستان کې د بريښنا د کموالی ستونزه تر ډېره راکمه شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top