د سګرېټ لوګی او پر روغتيا يې اغېزې

د سګرېټ لوګی او پر روغتيا يې اغېزې



نږدې شپږ ميليونه کسان هر کال د تمباکو د کارولو له امله مري. يوه نوې څېړنه ښيي چې سګرېټ سربېره پر دې چې د سرطان ناروغۍ سبب کيږي، د انسانانو بدن له د ننه ورستوي، ماغزه او سترګې خرابوي او د ماشوم په پیدا کولو کې د ښځو او نارینه و وړتیا کمزورې کوي.
څېړنې ثابتوي، د سګرېټ لوګی چې څومره په مستقیم ډول پر څکوونکي منفي اغېز لري، پر هغو کسانو هم خورا بدې اغېزې لري د سګرېټو دويم لاس لوګی تنفس کوي. ډاکټران وايي، دویم لاس لوګی هغه لوګي ته ویل کيږي چې له سګرېټ څکوونکي پرته يې نور خلک تنفس کوي.
د سګرېټ دویم لاس لوګی لږ تر لږه ۲۵۰ ډوله کیمیاوي مواد لري چې ۵۰ هغه یې د سرطان لامل کيږي.
د سږو، پزې، سینې سرطانونه او د رحم دانې د هغو ناروغيو له ډلې دي چې د سګرېټ د دویم لاس لوګي له کبله پيدا کيږي. همدا راز هغه کسان چې د سګرېټ دویم لاس دود تنفس کوي، ۲۰ سلنه یې د سږو پر سرطان او د زړه پر ناروغیو د اخته کېدو احتمال ډېر دی.
په ماشومانو کې د تنفسي ناروغیو، ستوني او غوږ ټولو ناروغیو اصلي لامل د سګرېټ دویم لاس لوګی دی چې تنفس کيږي. په سګرېټو او قليون کې شته نېکوتین د وینې د لوړ فشار، د زړه د ضربان د تېزېدو او په وینه کې د شکرې د زیاتوالي لامل کيږي.
tags

  

  

د حمیدالله حمیدي ژوند لیک
حمیدالله حمیدي د محمد بشیر زوی د بادشاه خان لمسی په ۱۳۶۹ لمریزکال کې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د عربانو درې په بیدرویو کلي کې زږېدلی دی، په ۱۳۸۰ کال کې یې د سیمې په مشهور ښوونځي (د عربانو په عالي لیسه) کې عصري زده کړې پيل کړې، دا چې مخکې......

      

...

  

ستاسې تبصرې

*


Top