مهمې پرېکړې څنګه وکړو؟!

مهمې پرېکړې څنګه وکړو؟!



د لويو او مهمو پرېکړو لپاره له بېړې کار مه اخلئ. ارام تفکر وکړئ، له ځان ځينې پوښتنې مطرح کړئ او ځوابونه يې پر يوه سپينه پاڼه وليکئ. دا چاره د دې سبب کيږي چې بېړه مو را کمه شي، په پوره سوچ او غور سره ښه او غوره پرېکړه وکړی.
اصل دا دی، څومره چې د يوې مهمې پرېکړې تر کېدو وړاندې د موضوع په اړه ډېر فکر وشي، په هماغه کچه د پرېکړې پايلې هم ګټورې را وځي. ښه دا ده، چې د خپلو پرېکړو لپاره ۲۴ ساعته، څو ورځې، یوه اونۍ او ان یوه میاشت وخت وټاکئ، خو دغه څه هغه وخت پر واقعیت بدلېدای شي، چې امکانات یې موجود وي. له شک پرته، څومره چې د پرېکړې کولو لپاره ډېر وخت ځانګړی کړی، ښه او پر ځای پرېکړه به مو کړې وي.
له بده مرغه ډېری کسان، د مهمو مسايلو په اړه د دې پر ځای چې په ارامۍ سره پرېکړه وکړي او له ارام تفکر څخه کار واخلي، په چټکۍ سره تصمیم نیسي او داسې پرېکړې کوي، چې بدې پايلې يې د اوږدمهال لپاره دوام کوي.
tags

  

  

د حمیدالله حمیدي ژوند لیک
حمیدالله حمیدي د محمد بشیر زوی د بادشاه خان لمسی په ۱۳۶۹ لمریزکال کې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د عربانو درې په بیدرویو کلي کې زږېدلی دی، په ۱۳۸۰ کال کې یې د سیمې په مشهور ښوونځي (د عربانو په عالي لیسه) کې عصري زده کړې پيل کړې، دا چې مخکې......

      

...

  

ستاسې تبصرې

*


Top