پر اچین ولسوالۍ بیا توغندي پیل شوې

پر اچین ولسوالۍ بیا توغندي  پیل شوې



( روهي ـ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۳مه) د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ځايي خلک؛ له تېرې ورځې راپدیخوا د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا د اچین پر عبدالخېلو سیمه د پاکستاني پوځیانو له لوري د توغندیو د توغولو لړۍ بیا چټکه شوې ده.
ویل شوي دي، چې په توغول شویو توغندیو کې د عبدالخېلو سیمې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
بل خوا تېره ورځ د کونړ ولایت چارواکو هم ویلي وو، چې په تېرو د کونړ پر څلورو ولسوالیو ۱۸۴ توغندي لګیدلي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستانیو له لوري پر افغان خاوره توغندي لګیږي، بلکې له دې وړاندې د ننګرهار پر نازیانو، اچین، لالپورې او هسکې مېنې ولسوالیو هم توغندي توغولي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top