امریکا: ملګرو ملتونو سوریې ته د داخلېدو اجازه راکړې ده

امریکا: ملګرو ملتونو سوریې ته د داخلېدو اجازه راکړې ده



د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس ویلي، ملګرو ملتونو د داعش ډلې پروړاندې د مبارزې د پرېکړه لیک تر تصویب وروسته موږ ته اجازه راکړې، چې د سوریې خاورې ته داخل شو.
مټیس خبریالانو ته ویلي، موږ د ملګرو ملتونو اجازه لرو، چې په سوریه کې داعش ډله په نښه کړو.
خو د سوریې چارواکي وایي، چې په دغه هېواد کې د امریکا حضور غیر قانوني دی، ځکه دغه نظامي حضور د سوریې په خوښه نه دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top