د ایران او عراق ترمنځ پوله کې بیا زلزله شوې ده

د ایران او عراق ترمنځ پوله کې بیا زلزله شوې ده



د ایران او عراق ترمنځ پوله کې یو ځل بیا د ریختر په کچه ۵،۴ درجې زلزله شوې ده.
راپورنه وایي دغه زلزله د ایران د سرپل ذهاب ښار په یولس کیلومترۍ کې په ځمکه کې د ۴۰ کیلومتره په ژوروالي شوې ده.
د نوې زلزلې له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نشته.
د یکشنبې په ورځ هم د عراق او ایران تر منځ په پوله کې قوي زلزله وشوه، چې سلګونه کسان یې ووژل او د اوو زرو په شاوخوا کې یې نور ټپیان کړل.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top