د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي د روسیې او ترکیې اړیکې بیا سره غوړېدلې دي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي د روسیې او ترکیې اړیکې بیا سره غوړېدلې دي



 پوتین په سوچي کې د ترکیې له ولسمشر سره د خبرو پر مهال ویلي، اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه د پخوا په پرتله درې برابره زیاته شوې ده.
نوموړي همدا راز ویلي، چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ په هره برخه کې اړیکې عادي حالت ته را ګرځېدلې دي او ان دا چې دواړه هېوادونه د سوریې د مسلې په حل کې له یو بل سره مرسته کوي.
د ترکیې ولسمشر هم ویلي چې له روسیې سره یې په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې اړیکې ورځ تر بلې ښې کېږي.
پوتین د دې لپاره چې له اردوغان سره وګوري په یوه ورځني سفر سوچي ښار ته تللی و.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top