په وچه کې ایسار افغانستان څنګه د پاکستان له احتیاجه وتلی؟

په وچه کې ایسار افغانستان څنګه د پاکستان له احتیاجه وتلی؟




د پاکستان په نظر له بحر څخه لیرې والی او په وچه کې ایساروالی د افغانستان تر ټولو لویه کمزوري او هغه دایمي احتیاج وو چې له امله یې باید ټول عمر پاکستان سره ماته او کږه غاړه وړې وای، خو د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو او ټرانزیټ په اړه مذاکراتو، د اورګاډي کرښو او چاه بهار بندر جوړولو او له دغې لارې د سیمې هېوادونو سره د افغانستان نښلولو د پاکستان دغه د برترۍ احساس د تل لپاره په اوبو لاهو کړ .
پاکستان ته ښایي چې اوسنی افغانستان درک کړي او دا ومني چې نور نو افغانستان له ترانزیټي پلوه نه یوازې د دوی له احتیاجه خلاص دی، بلکې دوی ورته احتیاج دي، ځکه پاکستان مجبور دی چې خپل صادرات د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته ولېږدوي او همدارنګه خپله د اړتیا وړ انرژي د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال کړي.
په دا دومره وخت کې د پاکستان کمزوري او لنډپاري دا وه چې له ترانزیټي لارې څخه به یې تل په افغانستان د فشار په توګه استفاده کوله، کله به هم چې د دواړو هېوادونو سیاسي مناسبات کړکېچن شول، پاکستان به تر ټولو لومړی په کراچۍ بندر کې د افغان تاجرانو مالونه بند کړل او یا به یې هم د سپین بولدک او تورخم لارې وتړلې.
تېر کال هم چې په ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان د حکومتونو خبره تر کوتک او ټوپک ورسېده، نو هغه وخت  او تر هغه وروسته د کندهار د انګورو په موسم کې یې نږدې دوه میاشتې د سپین بولدک او تورخم لارې وتړلې، دوی فکر کاوه چې له دې سره به افغانستان هم مالي زیان وویني او هم به د خوراکي توکو له قحطۍ سره مخ شي، خو برعکس تر ټولو زیات زیان همدوی ولید، د ډیورنډ هغه غاړه عامو خلکو، د بار وړونکو موټرو خاوندو او چلونکو او تاجرانو لاریونونه وکړل او له حکومت څخه یې د تورخم او بولدک لارو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
پاکستان ته ښایي دوه شیان درک کړي، لومړی دا چې اوسنی افغانستان د پروني افغانستان په څېر یوازې د کراچۍ بندر ته سترګې نه دي نیولې، اوسني افغانستان د منځنۍ اسیا او چابهار بندر له لارې ځانته ارزانه، اسانه او بې جنجاله ترانزیتي لارې پرانیستې دي، داسې لارې چې نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې د اړتیاو پوره کولو، د صادراتو د لېږد او راکړې ورکړې اړتیاوې پوره کوي او د اقتصادي او سوداګریزې ودې په برخو کې پام وړ ارزښت لري.
افغانستان د سیمې په څلور لاره او د همکارۍ په مرکز د بدلېدو په حال کې دی او دا ټول د حکومت د رهبرۍ په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د دقیقو برنامو له برکته دی. که څه هم په دې اړه لا محسوسو پایلو ته خلک زیات تلوار لري، خو دغه برنامې د هندواڼو او خټکیو پالېز نه دی چې نن زړي وکره، اونۍ وروسته دې را زرغون شي، د جیلغ له غځولو اونۍ دوه وروسته دې پلتې ونیسي او دویمه یا دریمه میاشت دې خوږې خربوزې او سرې هندواڼې ترازې کړي، بلکې د دغو برنامو پایلو ته د چارمغز د ونې د ثمر هومره صبر او حوصله پکار ده.
پاکستان ته ښایي له زړه دا ومني چې په وچه کې ایسار افغانستان نور د دوی له احتیاجه وتلی او د لارو د بندښت تر ټولو زیات مالي زیان دوی په خپله ګالي، نور دې د افغانستان د ځورولو، زهیرولو او محتاجولو ناوړه فکر له ذهنه وباسي، ځکه په دغو نخرو افغانستان د پرمختګ له نړیوال کاروان څخه شاته نشي ټېله کولی، نو پکار دی چې دوی په خپل دریځ کې بدلون راوړي او پر ځای دې د دوستۍ، همکارۍ او صادقانه ملګرتیا لارې غوره کړي، ځکه باور مې نشي چې تر ولسمشر غني وروسته دې د افغانستان بل مشر د ده هومره په وضاحت او صداقت پاکستان ته د ملګرتیا او سولې غېږه پرانیزي.    
دغه فرصتونه دایمي نه، بلکې مهالني وي او دا د فرصتونو خپله ځانګړنه ده چې که پر وخت او مناسبه ګټه ورڅخه وانخیستل شي، نو د وخت په تېرېدو همدغه فرصتونه په چلینجونو بدلېږي، داسې چلینجونو چې بیا به یې مهارول اسانه نه وي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

  1. 1.ع.شریف زاد

    سلام

    ډیره  جالبه موضوع ده. مخکې له دې چې  بل هېواد یا نور عوامل دلته  مطرح کړو  د ملامتی او نا ملاتی دریځ باندی  وغږیږو ښه به داوی چې لومړی  دخپل هیواد کړکېچونو او مشکلاتو  باندې رڼا واچوو جی اصلی  معادله له کومه ځایه راپیل کیږی؟دې کې شک نشته چی ز مونږ هیواد په وچه  کې یو را ایسار هېواد دی خو ددی مانا نه لری چې دا هیواد له هرڅه بې برخې وی . دادولت ،خلکو مسولیت او وظیفه  وه چې دبدلون پرمختګ  او سوکالی محراق یې په نظر کې نیولی وای  خو ښکاری چې بې شمیره  مقام غوښتونکو  حاکمانو دغه ولس دخپل بقا لپا ره د پوهې ،ترقی او پرمختګ  له کاروانه ډیر لیرې ساتلی دی . مونږ د پنځه زره کلن تاریخ دعوه کوو خو مونږ د شلو کلوپرمختګ نه هم شاته پاتې یو . ولې  ......... مونږ چې په لوری منډه کړو شاته بیا نه ګورو

     

*


Top