په کونړ کې د لګېدلو توغندیو له کبله ۳تنه ټپیان شوي

په کونړ کې د لګېدلو توغندیو له کبله ۳تنه ټپیان شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۳مه) د کونړ ولایت پر سرحدي ولسوالیو د پاکستان له خاورې تیره ورځ او شپه کې د توپونو مرمۍ ویشتل شوي دي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان له خاورې ویشتل شوې مرمۍ په دانګام، شولتن، خاص کونړ او مرورې ولسوالو لګېدلي دي.
هغه منلې ده، چې په سیمه کې ویشتل شویو مرمیو درې کسان ټپیان کړي دي.
د پاسوال جمعه ګل همت په باور په یادو ولسوالیو کې د دغو بریدونو په سبب خلکو ته مالي تاوان هم اوښتی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top