کندهار میوند او ژړۍ ولسوالیو کې ۴۵طالبان ۲۲پولیس وژل شوي

 کندهار میوند او ژړۍ ولسوالیو کې ۴۵طالبان ۲۲پولیس وژل شوي


(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۳مه) ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د کندهار په میوند او ژړۍ ولسوالیو کې پر ۱۵ امنیتي پوستو حملې کړي دي.
ددغه ولایت امنیه قومندانۍ سرپرست ویاند مطیع الله منلې، چې  وسله والو طالبانو تېره شپه د لښګرګاه له دوراهي څخه بیا تر ژړۍ ولسوالۍ پوري اړوندو پوستو حملې کړې دي.
د هغه په خبره، ملي پولیسو تر ۳بجو دوام کړی وو.
بل خوا ویل شوي، چې په دغو حملو کې ۲۲ پولیس ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي ۳۵ وسله وال طالبان او ۱۵ پولیس ټپیان شوي دي.
 د پولیسو د ویاند په خبره، وسله والو غوښتل چې میوند والسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو نورو مرستندویو پولیسو د وسله والو پلان شنډ کړی دی.
تیره ورځ هم ددغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې پر بهرنیو ځواکونو حمله شوې وه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top