د فوټبال افغان ملي لوبډله نن له ویتنام سره سیالي لري

د فوټبال افغان ملي لوبډله نن له ویتنام سره سیالي لري



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۳مه) د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن سې شنبه د ویتنام په پلازمېنه هانوې کې د هغه هېواد د فوټبال له ملي ټیم سره لوبه لري.
ویل شوي، چې دې لوبې په ګټلو سره به افغانستان د اسیا د فوټبال د اتلولۍ په لوبو کې ګډون ته برابر کړي.
د افغان لوبډلې روزونکي ویلي، چې نننۍ مسابقه برخلیک ټاکونکې ده ځکه له ویتنام سره په نننۍ مسابقه کې مساوي کېدل هم د اسیا د اتلولۍ جام په سیالیو کې د افغانستان د ګډون امکان له‌ منځه وړي.
د نننۍ سیالۍ ګټونکی لوری په ۲۰۱۹ میلادي کال د اسیا د اتلولۍ جام لپاره په فاینل یا وروستۍ لوبو کې د ګډون حق لري.
دا په داسې حال کې ده، چې نننۍ لوبه به د ویتنام په ماي دین سټډیوم کې وي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top