سالنګونو کې واوره شوې ده

سالنګونو کې واوره شوې ده



د سالنګونو ساتنې او مراقبت آمر جنرال محمد رجب وایي چې په سالنګونوکې د کال لومړۍ واوره شوې ده.
نوموړي ویلي دي چې واوره او باران له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په سالنګونو کې وریږي او لا هم د وریدلو امکان شته، ویل کیږي چې په سالنګ کې د هوا سړښت کچه د سانټي ګراډ 6- درجې ده.
له بلې خوا په ټولنیزو رسنیو کې هم د هیواد په ځینو سیمو کې د کال لومړۍ واورې ورښت انځورونه خپاره شوي دی.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې هم له پرون راهیسې شیبه شیبه باران وریږي چې د هوا ککړتیا کچه یې راټیټه کړې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top