عبدالله عبدالله د امریکا او کاناډا په رسمي سفر تللی دی

عبدالله عبدالله د امریکا او کاناډا په رسمي سفر تللی دی



د ملي وحدت دولت اجراییه ریاست په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي هیئت په مشرۍ د امریکا او کاناډا په رسمي سفر تللی دی .
په یاده اعلامیه کې راغلي دي چې نوموړی به د امریکا او کاناډا له لوړپوړو چاراکو سره لیده کاته وکړي چې د افغانستان د روان وضعیت او د دولت پر وړاندې د پرتو خنډونو او پرمختګونو په اړه به خبرې اترې وکړي.
د عبدالله د سفر دوهمه موخه به په یو شمېر مهمو کنفرانسونو کې ګډون او وینا وي چې له مخې به یې د ملګرو ملتونو امنیتي ناسته هالیفاکس کې هم وینا وي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top