هند کې د یوه هوایي شرکت د الوتکې ټکټ یوازې ۹۹ روپۍ دی!

هند کې د یوه هوایي شرکت د الوتکې ټکټ یوازې ۹۹ روپۍ دی!



په نوي ډیلي کې د اېیر آسیا خصوصي هوایي شرکت اعلان کړی دی چې په هند کې دننه به یې ځینو ښارونو ته د الوتنو ټکټ یوازې ۹۹ هندي روپۍ وي.
یاد شرکت نوموړې بیه د محدود وخت لپاره اعلان کړې ده چې یوازې د نووامبر تر ۱۹مې به د اعتبار وړ وي.
همدارنګه د شرکت له خوا په خپاره شوي خبر کې ویل شوي دی چې بهرنیو هیوادونو ته یې هم د سفر ټکټ ۴۴۴ هندۍ کلدارې دی.
ویل شوي دي چې نوموړي حیرانوونکی وړاندیز به یو ځل بیا هم د ۲۰۱۸ میلادي کال د مۍ میاشتې څخه نیولي د ۲۰۱۹ کال تر جنوري هم پلي شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top