ایران کې د زلزلې قربانیانو وروستۍ شمېره؛ له ۴۰۰ زیات وګړي مړه دي

ایران کې د زلزلې قربانیانو وروستۍ شمېره؛ له ۴۰۰ زیات وګړي مړه دي



د ایران دولت په کرمانشاه کې د پرونۍ زلزلې له امله د اوښتو زیانونو وروستۍ شمېره اعلان کړه او نن ورځ یې د یادې زلزلې د قربانیانو په ویر کې د ملي ماتم ورځ اعلان کړه.
د دولتي شمېرو له مخې یادې زلزلې ۴۳۳ تنه وژل دي او ۷۰۰۰ کسان یې ټپيان کړي دي.
د ایران رسمي تلویزیون تېره شپه وویل چې په سیمه کې د ژغورنې عملیات پای ته رسیدلي دي.
ویل کیږي چې ممکنه ده لا هم د وژل شوو په شمېر کې زیاتوالی راشي، سرچینې وایي چې د سیمې ۷۰ سلنه ودانۍ له مینځه تللي دي او د بریښنا، مخابراتي او اوبو سیستمونه یې ویجاړ شوي دي چې کوښښ کیږي د دولت له خوا له زیانمنو سره د خوړو او اوبو مرسته وشي.
په سیمه کې د سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی دی چې لږ تر لږه اویازه کسان شپه په بیدیا دي چې کورونه یې وران شوي دي او په عاجله توګه باید د استوګنځایونو غم ورته وخوړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د یادې زلزلې جټکې پر عراق او ایران سربیره په ترکیه او کویت کې هم احساس شوې وې چې د زلزلې اصلي مرکز په عراقي کردستان کې و.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top