پخواني لوی درستیز له پاکستان سره د ډیورنډ پر کرښه اغزن تار غزولو هوکړه لاسلیک کړې ده

پخواني لوی درستیز له پاکستان سره د ډیورنډ پر کرښه اغزن تار غزولو هوکړه لاسلیک کړې ده



د ولسي جرګې وکیلان وایي چې دولت له پاکستان سره د ډیورنډ پر کرښه د اغزن سیم غزولو په اړه توافق ته رسیدلی دی.
یادې جرګې په پرونۍ غونډه کې د پاکستان له خوا د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار غزولو پر پروسه د افغان دولت چوپتیا وغندله او وکیلانو وویل چې د ډیورنډ مسئله د افغانانو ولسي مسئله ده او دولت په دې اړه د هیڅ واک څښتن نه دی.
د ولسي جرګې مشر وویل چې د پاکستان پر دغه کار د دولت چوپتیا خلکو ته ګڼې اندیښنې پيدا کړي دي.
د غونډې په جریان کې ظاهر قدیر ادعا وکړه چې د پوځ پخواني مشر قدم شاه شهیم له خوا د ولسمشر اشرف غني په امر له پاکستاني اړخ سره د اغزن تار غزولو پر پروژه په لندن کې هوکړه شوې وه.
نوموړي زیاته کړه چې د انګلستان سفیر د ډیورنډ په اړه څرګندونې د هماغې هوکړې له مخې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د ډیورنډ پر کرښه له یوه کال راهیسې د اغزن تار په غزولو په دې بهانه بوخت دی چې ګواکې غواړې په دې کار سره د ترهګرۍ مخنیوی وکړي چې په دې کار یې افغان دولت د پام وړ کوم غبرګون نه دی ښودلی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top