د روسیې ولسمشریزو ټاکنو ته پنځو ښځو هم ځانونه نوماند کړي

د روسیې ولسمشریزو ټاکنو ته پنځو ښځو هم ځانونه نوماند کړي



د روسیې راتلونکو ولسمشریزوټاکنو ته پر نارینه و سربېره پنځو ښځو هم ځانونه نوماند کړي دي.
 ویل کېږي، که څه هم چې روسیه یوه مرد سالاره ټولنه ده، خو بیا یې هم ګڼې ښځې په سیاست کې دخیلې دي.
 له نویو نوماندانو څخه یوه هم ورځپاڼه لیکونکې او د ښځو د حقونو فعاله یکتیرینا گردون، ده.
دویمه یې هم ژورنالېسته او د تلویزیوني خپرونې وړاندې کوونکې سبچاک ده. نوموړې ويلي، د خپلې نوماندۍ خبره مې له ولسمشر پوتین سره هم د مرکې پرمهال شریکه کړې ده، هغه مې د پوښتنې په ځواب کې راته وویل، ښه خبره ده یو ځل دې خپل چانس و ازمویه، په دې برخه کې هر څوک د خپل واک دي.
 د نورو نوماندانو په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top