په امریکا کې اووه تنه پر ډزو وژل شوي

په امریکا کې اووه تنه پر ډزو وژل شوي



د امریکا د «ایندیانا» ایالت پولیس وایي د نا پيژانده وسله والو په ډزو کې ۷ تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.
 د CBC تلوېزیون د خبر له مخې دغه پېښه د یکشنبې په ورځ په ځایي وخت دونیمې بجې رامنځته شوې ده. د پولیسو په لومړي را پور کې راغلي و، چې په پېښه کې اووه کسان وژل شوي، خو ویل کېږي، چې یو کس له سیمې څخه د تښتې پر مهال ټپي شوی دی.
په وژل شویو کې درې تنه ښځې هم شاملې دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top