لا هم انتخاب د پاکستان په لاس کې دی

لا هم انتخاب د پاکستان په لاس کې دی




دا سمه ده چې پاکستان په دې وروستیو کې په نړیواله کچه له هغه پخواني پرستېژه رالوېدلی او د سیمې او افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالتونو د نوې ستراتیژۍ اعلان پاکستان وارخطار کړی، خو د دغې ستراتیژۍ ښېګڼه داده چې لا یې هم د انتخاب حق پاکستان ته پریښی، یانې یو مخ یې ټولې دروازې نه دي ورباندې تړلي او نه یې هم دا ورباندې تحمیل کړې چې له یوې لارې او چارې مه واره بل هیڅ چاره نه لري.

سره له دې چې نړیوالو اوس په ټوله مانا دا درک کړې چې پاکستان د تروریزم پر ضد مبارزه کې له نړیوالې ټلوالې سره ان له پیله صادق نه وو، مګر د ترهګرو پر وړاندې د پاکستان دوه ګونی چلند نور نړیوالو ته د زغم وړ نه دی، ځکه نو د امریکا په ګډون د ناټو غړي هېوادونه په زغرده وایي چې پاکستان باید خپل چلند بدل کړي او د ترهګرو له پلوۍ او ملګرتیا لاس واخلي.

پاکستان له ترهګرو څخه د فشار د حربې په توګه کار اخلي، حتی په افغانستان کې د وروستیو بریدونو له نوعیت او څرنګوالي داسې برېښي چې په پلانولو کې یې د پاکستان څارګره اداره مستقیم لاس لري او د رسنیو د خپرو شویو معلوماتو په اساس په ځینو ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې پاکستاني پوځیان هم لیدل شوي، وژل شوي او یا ژوندي نیول شوي دي.

مګر اوس اساسي پوښتنه داده چې پاکستان به د ترهګرو پالنې ته د تېر په څېر دوام ورکوي او د امریکا متحده ایالتونو د نوې اعلان شوې ستراتیژۍ د غوښتنې په اساس به خپل چلند بدل کړي؟

دا نو اوس د پاکستان د ملکي، پوځي ادارې او ولس په تصمیم پورې اړه لري. که چېرې هغوی هوښیار وي، په ښه ګاونډیتوب، ولسواکۍ، مدنیت، متقابل درناوي، بشري حقونو او ورته نورو ارزښتونو باور ولري او نړیوال هم د پاکستان پر وړاندې په خپل اوسني دریځ ولاړ پاتې شي، نو باور دی پاکستان به خپل دریځ او چلند بدل کړي، ځکه پاکستان په دې پوهېږي چې نړیواله دښمني به ورته سخته تمامه شي.

د پاکستان د چلند بدلون نه یوازې د پاکستان، بلکې د افغانستان، سیمې او نړۍ د ثبات، اقتصادي ودې، مناسباتو او همکاریو لپاره ګټور تمامېږي، ځکه په پاکستان کې د روزل شویو او روزل کېدونکو ترهګرو له لوري د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت او ثبات ته ورپېښ خطر به له منځه تللی وي.

خو که چېرې پاکستان له نړیوالو سره هم له ځېل او دوه رنګۍ څخه چې له تصوره لیرې ده کار واخلي، نو پر افغانستان تپل شوې جګړه او سیمې او نړۍ ته د تروریزم له شومې پدیدې ور پېښ خطر به پرځای وي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top