د شمالي کوریا په اړه په زړه پورې مالومات

د شمالي کوریا په اړه په زړه پورې مالومات



د شمالي کوريا په اړه لس په زړه پورې او حيرانوونکي معلومات

1 ـ شمالي کوريا د نړۍ د زيات فوځ لرونکو هېوادونو له جملې څخه ګڼل کيږي چې د نارينه او ښځينه سرتېرو شمېر يې 70,00000 (اويا لکه) ته رسيږي دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحده ايالاتو د فعال فوځ شمېر 15,00000 ( پنځلس لکه) ته رسيږي.

2 ـ په شمالي کوريا کې په چرسو هيڅ قسمه بندېز نشته او د نورو څيزونو په شان قانوني حيثيت لري او په خلاص مټ په مارکېټونو کې خرڅېږي.

3 ـ د نړۍ تر ټولو لوى سټېډيم د شمالي کوريا په پلازمېنه پيانګ يانګ کې واقع دى چې د تماشه چيانو لپاره پکې 150000 (يو لک او پنځوس زره) چوکۍ اېښودل شوې دي.

4 ـ د شمالي کوريا د کليزې (جنترۍ) بنسټ د کېم سېنګ دوم د پيدايښت څخه پيل شوى چې د اپرېل د 15 نېټې کال 1912 م سره سمون خوري نو په همدې حساب هلته د 2017 م کال پر ځاى 105 کال دى.

5 ـ په شمالي کوريا کې خلک په کرنيزو ځمکو کې د کيمياوي سرې پر ځاى انساني فاضله مواد کاروي.

6 ـ په 1990مه لسيزه کې د شملالي کوريا په ټولو ښوونکو د ډولکي لرونکى ساز زده کول اجباري وو.

7 ـ د کېم سېنګ دوم د ژوند دولتي سوانح په ډاګه کوي چې نوموړي د پيدايښت په څلورمه اونۍ کې په لاره تګ کول زده کړي وو.

8 ـ په شمالي کوريا کې يوازې درې تلويزيوني چينلونه موجود دي چې دوه يې د هرې اونۍ په اخره ورځ او يو يې بيا د هرې ورځې په پاى يعنې ماښام مهال خپرونې لري.

9 ـ په شمالي کوريا کې هر 5 کاله وروسته ټاکنې کيږي خو يوازې يو کس پکې د نوماند يا کانديد په حيث برخه اخيستلى شي.

10 ـ په شمالي کوريا کې د ښځينه وو 28 ډوله او د نارينه وو 10 ډول وېښتان اصلاح کول دود دي.
سرچينه: د (www.urdutribe.com) د اردو متن پښتو ژباړه


tags

ستاسې تبصرې

*


Top