ښځه او مېړه یو د بل جامې دي

ښځه او مېړه یو د بل جامې دي



پوهېږئ، چې د بدن پوښاک ته جامې وایي، چې ټول بدن پرې پټېږي او په ظاهره د انسان ښکلا او زینت د ظاهري جامې په وسیله ده، الله (ج) هم په دې ساده او په زړه پورې تشبیې سره وغوښتل، د خلکو پام واده ته را واړوي، ښځه او نر یا په بله مانا ( مېرمن او خاوند ) یو د بل د جامې په توګه معرفي کړي دي، که په حقیقت کې موږ ځیر شو، نو دا به ووینو، لکه څنګه چې جامه د بدن د پوښلو، آرامتیا او ښکلا ساتنې وسیله ګڼل کېږي، هماغه ډول مېرمن او خاوند هم یو د بل عیبونه پوښلي او یو د بل آرامتیا او هوساینه ساتي او سر بېره پردې یو د بل د ښکلا او زینت بنسټ دي.
 
لکه څنګه چې جامې انسان له سړو او تودوخې څخه ساتي او له ډېرو ناروغیو څخه یې خوندي کوي، ښځه او مېړه هم یو د بل په نسبت، دې ورته حکم لري. هغوی د شهواني غریزې په اشباع سره، چې خپله د عفت بنسټ دی، په دې مانا، کله چې انسان خاوند/ مېرمن ولري، کولای شي، خپل درنښت او پاک لمني وساتي او په ټولنه کې له کور څخه بهر د فتنې او فساد له پاره لاړ نه شي.
 
په منهاج الصادقین تفسیر کې راغلي دي، چې یوه ورځ د خولاء په نامه یوه ښځه د حضرت عایشه صدیقه (رض) په وړاندې کېناسته، د زړه حال ویل یې پیل کړل، هغې وویل: له کومې ورځې مې چې واده کړی دی، نو هره شپه د واده د لومړۍ شپې په څېر ځان سینګاروم او د خپل خاوند بسترې ته ورځم، خو هغه له ما څخه مخ اړوي، خو زه د الله (ج) د رضا په خاطر له هغه څخه مخ نه اړوم او د هغه په بې پامۍ باندې صبر کووم، راغلې یمه، چې له حضرت نبي کریم (ص) څخه پوښتنه وکړمه، چې آیا له دې پلوه، زه د الله (ج) په نزد د اجر او ثواب وړم یم او که نه؟
 
حضرت عایشې (رض) وویل: صبر وکړه، چې حضرت نبي کریم (ص) راشي، شېبه وروسته رسول الله (ص) راغی، خولاء خپل کیسه، نبي کریم (ص) ته وکړه، حضرت نبي کریم (ص) وویل: آیا د هغه امرونه او فرمانونه منې؟

خولاء ځواب ورکړ: هو د الله (ج) رسوله، آیا زما له پاره اجرونه شته؟
حضرت نبي کریم (ص) وفرمایل:
هر هغه ښځه، چې د مېړه په کور کې داسې چلند وکړي، چې د خاوند خوښ وي، نو الله (ج) هغې ته څو نېکۍ ور په برخه کوي او په هماغه کچه یې ګناهونه له منځه وړي او درجې یې لوړوي او هر هغه ښځه چې له خپل خاوند څخه امیندواره وي، هغې ته به ډېر زیات اجرونه او ثوابونه ور په برخه کړي، د هغې اجر او ثواب د هغه چا په څېر وي، چې ټول عمر یې د شپې له خوا د الله (ج) عبادت کړی وي او د دورځې له خوا یې روژه نیولې وي او هر ځل، چې ماشوم ته شیدې ورکوي، نو لکه یو غلام یې چې آزاد کړی وي، کله چې ماشوم له شیدو څخه جلا کړي، نو یو غږ کوونکی به له آسمان څخه غږ وکړي، چې ستا تېر ګناهونه وبښل شول.
 
حضرت عایشه صدیقه (رض) چې هلته حاضره وه، نو وې ویل: ای د الله (ج) رسوله! الله (ج) چې ښځو ته دومره ثوابونه ورکوي، نرانو ته څه ورکوي؟
حضرت نبي کریم (ص) مسکی شو او وې ویل:
هر نارینه، چې د اړیکې په موخه د خپلې ښځې لاس ونیسي، نو الله (ج) ورته نېکۍ لیکي او دغه راز که چېرې تر غاړې یې لاس تاو کړي هم نېکۍ ورکوي او که چېرې هغه ښکل کړي، نو شل نېکۍ ور په برخه کوي، که چېرې هغې ته نږدې شي، دومره ثوابونه ورکوي، چې له ټولې نړۍ څخه ډېر وي او چې غسل وکړي، له هر وېښته څخه یې چې اوبه تویېږي، نو په هماغه اندازه یې ګناهونه بښل کېږي او درجه یې لوړېږي او د هر غسل له پاره دومره ثوابونه ورکوي، چې له دې نړۍ او هغه څه چې پکې دي، غوره او ډېر دي او الله (ج) له خپلو ملایکو سره په هغه باندې ویاړي او دغه راز خپلو ملایکو ته فرمایي، چې تاسو دې شاهد یاست، چې ما خپل هغه بنده وباښه.
 
البته زه غواړم، چې دلته یادونه وکړم، چې دلته او بل ځای د ثوابونو د ورکړې او د ګناهونو د له منځه وړلو له پاره ډېر روایتونه راغلي دي، ځینې بې همته عوامو بدې ګټې اخیستې دي او فکر کوي، د بېلګې په توګه: د ډېرې جماع او په شهواني غریزه کې د افراط له کبله هم الله (ج) دا ثوابونه ور په برخه کوي، خو هغوی باید په بشپړه توګه ځیر او پوه شي، چې دا ډول ثوابونه، د درجو لوړوالی او د ګناهونو بښنه د هغه چا له پاره ده، چې د الله (ج) له اوامرو سره یې سمې کړنې ترسره کړې وي، نه د هوسونو او شهواني غریزې په موخه. هر کار چې د الله (ج) له اوامرو څخه د پیروۍ په موخه ترسره شي، نو ډېر زیات اجرونه او ثوابونه لري.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top