د فوټبال افغان ملي لوبډله راتلونکې سې شنبې له ویتنام سره لوبه لري

د فوټبال افغان ملي لوبډله راتلونکې سې شنبې  له ویتنام سره لوبه لري



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم۲۱مه) د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د راتلونکې سې شنبې په ورځ له ویتنام سره د لوبې ډګر ته وځي.
د فوټبال فدراسیون فني مرستیال یوسف کارګر ویلي، چې دغه لوبه به د کابل پر وخت د مازدیګر ۴ بجې د ویتنام په کوربه توب پېلېږي.
هغه زیاته کړې، چې که چېرې د فوټبال ملي لوبډله دغه لوبه وګټي، نو د ۲۰۱۹ میلادي کال د اسیا د ملتونو جام ته به لار ومومي.
دا په داسې حال کې ده، چې د راتګ په پړاو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه ۱ د ۱ مساوي پای ته رسېدلې.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top