د پاکستان د سوپر لیګ په بولۍ کې ۹ افغان لوبغاړي شامل دي

د پاکستان د سوپر لیګ په بولۍ کې ۹ افغان لوبغاړي شامل دي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۰مه) ویل شوي، چې د پاکستان سوپر لیګ د ۳ پړاو لوبو د لوبغاړو بولي چې ټاکل شوې سبا د یکشنبې په شپه ترسره شي، په کې ۹ افغان لوبغاړي هم شامل دي.
 د افغانستان کرکټ بورډ په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په وېبپاڼه کې د خپرو شویو لوبغاړو په نوملړ کې، د نهو افغان لوبغاړو راشد خان، محمد نبي عیسی خېل ، دولت ځدراڼ، شرف الدین اشرف، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواري، شاپور ځدراڼ او ظاهر خان نومونه لېدل کېږي.
بل خوا د دغو سیالیو په دوهم پړاو کې هم څلور افغان لوبغاړي محمد نبي، شهزاد محمدي، طارق ستانکزی او مجیب الرحمن اخېستل شوي وو.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top