غزل

غزل



غزل

زه پخپله ځان ته اور د مينې بل کړم
زه په درد او زه په غم پسې مزل کړم
ژوند خوښي ده، خو يو کار لره اړتيا شته
که مې يو ځلې، ياغي وجود را خپل کړم
لا په تمه، لا هم ستا لارو ته ګورم
ځواني وژنم، زه ځوانۍ سره مې چل
ما سکون په کې لېدلی، پيدا کړی
چې له مينې، تصور و خیال بدل کړم
ته په خپله، زه په خپله لاره ښه يم
د يو بل ژوندون په لورې به مې پل کړم
له تا لېرې ژوند پوهيږم خار اغزی دی
نا ممکنه ستا د هيلو غوټۍ ګل کړم
څه عجیب غوندې بشر يې پيدا شوی
هم د وصل، هم د فصل جوړ پاګل کړم
شمس په خپل هوډ کې ناکامه بيا هم ورشم
بيا هم يار دی، هم مې وياړ هم يې اتل کړم
شمس رحمانزی
tags

  

  

د شمس الرحمن رحمانزي ژوند لیک

شمس الرحمن رحمانزی د ډګروال عبدالرحمن زوی چې، په ١٣٧٠ لمریز کال د وري د میاشتې په ٢٩ نېټه په کابل ښار کې زيږيدلی دی. په هېواد کې د کورنيو جګړو او ناخوالو په اوږدو کې خپل پلارني ولایت مرکز (متون) خوست ته کډه شوو. رحمانزي خپلې ل......
      

...

  

ستاسې تبصرې

*


Top