اوسني لیونیان ــ پروني لیونیان

اوسني لیونیان ــ پروني لیونیان



 
سپین ږیری با با له اوږدې پردیسۍ خپل د زیږیدو ښار ته راګرځیدلی دی. په ښار کې ېې د ګرځیدو او چکر لومړۍ ورځ ده. د ښار په کوڅو او واټونو کې ګرځی چې په یوه لویه پینډه ېې سترګې ولګیږی. دښار په یو لوی میدان کې ګڼ په زرګونوخلک راټول دي او د هغو کسانو ننداره کوی چې په میدان کې لوڅ ،لغړ ولاړ او خپل خندونکی کما لونه پر دوی راټولو ننداره کوونکو ته ښا يي. ګڼه ګوڼه او ننداره د سپین ږیری پام هم ځا نته راواړوي . وروګرځي. د نندارچیانو منځته دی هم ورننوځی او د لغړو کسانو نندارې ځان ته تم شي. د نندارې لوبغاړی څوک پوره لغړدي. چا کمیسونه ویستلی خو پرتوګونه ېې اغوستی او ځنې بې پرتوګه ولاړدي خود اوږدو کمیسونو لمنې یی ترپښورسیږي. یوازې دوه تنو ېې پوره جا مې په تن دي. خو هغوی چې پوره کالی ېې اغوستی هم دي خال خال ېې جامی څیرې او لینګی ېې له ورایه ښکاري. بوډا خورا هک پک شي ،ځکه په ټول ژوند کې ېې دداسې کسانو ننداره نه وه کړې. ننداره اغیزه پرې وکړي .  سودا ورولویږي او ګڼې پوښتنې په سر کې راوټوکیږی .ترخوا نږدې زلمی ته مخ ورواړوی او نا ببره ېې له خولې راووځی:
ـ دا څوک دي!؟
په ننداره بوخت وګړي یو بل ته وګوری او بیا ټول سترګې په سپین ږبری کې وګنډي. خلک د سپین ږیری حیرانتیا وخندوی . سپین ږیری ته هم خندا ورشي:
ـ زه ددې ښار یم خو دا ډیر کلونه دلته نه وم . وروسته له اوږدې مودې بیرته بیا راغلی یم.
تر خوا ولاړ زلمی سر وښوروي او د لغړو لوبغاړو په ستا ینه او پينژندنه خوله پرانیزی:
ـ دا خو ددې ښار هغه زورورلیونیان دی چې هم ېې کمالونه  یاداو هم کرامات لری.
بوډا ټکان وخوري . خوله ېې وازه پا تې شي. له ځا نه سره ووایی:
ـ کرامات لري!!
ځوان سر وښوروي او د خپل باور سپیناوی راواخلي:
ـ دښار ټول اوسیدونکی په دې باور دي چې داد دوی برکت او کرامت دي چې خدای او پا چا دواړه په ښار مهربان دی. که نه اوس به ښار دښاریانو له دومره لویو ګنا هونو اور اخیستی وای.
سپین ږیری په ملنډوووایی:
ـ برکت!!
ځوان ورغبرګه کړي:
ـ خلک څه چې پا چا ېې له ښیرا وو او زوره ډاریږي.
دسپین ږیری تندی ګونځې شي :
ـ داسې به نه وی . دوی به زورور نه وی پا چا به کمزوری وي.
ځوان د سپین ږیري خبره تصدیق خو خپل دلیل هم راوړي:
ـ تا سو با با رښتیا وایی خو دا څو کلونه له دوی ټول واکداران ډاریدلی دي . ځکه نوی پا چا ګرم نه دی.
سپین ږیری اوږې پورته ونیسي .غوسه ېې ستونی وپړسوي.
ـ خو که پا چا له داسې لیونی رعیته وډار شي ، پا چا هم روغ مه بولئ .او دداسې پا چا هۍ عمر هم لنډ وي.
له دې سره نا ببره د لغړو لوبغاړو ننداره پیل شي : یوتن چې پوره لغړدئ دمداري په بڼه راڅرګند شي ، ګڼ ماران له قوطیو راوباسی او کوچنی ډولکی وټنګوي بل تن چې دکمیس لمن ېې ترپخورارسیدلې ده خو پرتوګ ېې په ځان کې نشته چرګان په جنګ واچوی .نوروچې له ځای ځای شلیدلو جامو ېې دبدن ګڼې برخې له ورایه ښکاري پخپل وار لوی سپی له پنجرو راوباسی او په غیږه ېې ورولي . لوبه لا پوره نه وه شروع چې سپین ږیری  با با لکه وړ کوچنی ناببره خندا ونیسی. دده خندا له ده سره نږدې د ټولو نندارچیانو پام له لوبې ده ته راواړاوي. با با چې خندا ېې نه دریده په ورو د نندارچیانو له له لیکې ځان راوبا سي. په ده پسې ځنې نندارچیان هم را وخوځیږي او په ده راټول شوي. هغه له لوبې را جلا شویو ننداره چیانو ته د خپلې خندا انګیزه داسې بیان کړه:
ـ زه چې دا لغړیان وینم ، ما ته د خپل کوچنیوالی او تنکۍ ځوانۍ وخت او دا ښار رایادوی : د هغه وخت لیونیان او د هغه وخت باورونه او عقاید.
خلکو ټولو یو بل ته هک پک وکتل لکه کومه نادره چې اوري. سپین ږیری نکل راواخیست:
ـ زموږ په ښار کې درې لیونیان وو.
خلکو ته د درې عدد حیرانونکی وو ځکه اوس په دې شپو ورځو کې لیونیانو او لغړیانو ټول وطن نیولی وو.
سپین ږیري وویل :
لیونیان به نور هم وو خو هغه چې ددوی د ځنو په څیر ېې یوازې پرتوګونه په غاړه نه وو درې وو: یو ېې وزیرګل با له ،بل یی جمعه خان او دریم یی غرغشتو. یوه ننداره چي ته چې له دوی لږ څه لیرې ېې ننداره کوله لاس ونیو
ـ د هغه ورور غوندې چا غ او ګيډه وروو.
دسپین ږیری په دې مثال خلکو وخندل او هغه نکل وغزاوه:
ـ غرغشتو خوار په سترګو ړوند و خو وزیرګل او جمعه خان مناسب اندامونه او ونې درلودې: زه لاتر دې دمه نه پوهیږم غرغشتو یی ولې دلیونیانو په لیکه کې دراوه ځکه خدای یو عجیب کمال پرې لورولی و. کله به چې ورسره وغږیدئ.دستی به ېې درته وویل چې د کومې سیمې او په قام او ټبر څوک ېې ، خو موږ ځکه لیونی باله چې د وزیرګل او جمعه خان په څیر ېې پرتوګ نه اغوست. که څه هم لویان ټول په دې باور وو چې هغه دبرخې خاوند دئ او دوعا او ښیرا دواړه ېې لګیږی . خو بیا به مو هم ملنډې پرې وهلې. وزیرګل خبرې نه کولی خو غوږونو ېې له لیرې هر څه ښه اوریدل . موږ به پوهیږئ ..... خوله ېې له خندا چینګه شوه او کټ کټ خندا ورغله .
 
ـ څنګه به مو زوراوه . د هغه د غوسې رګ د هغه تنا سلی اله وه او له دې سره ټول ولاړ کسان خندا ونیول .
موږ به چې څنګه هغه له ورایه راښکاره شو. پسې چیغې کړې :
ـ وزیرګل ېې نه لري!!
 وزیرګل به له غوسې شین او سور راواوښت. نا ببره به ېې  هماغه ګړۍ دخپل نارینتوب د اثبات لپاره لمن پورته او هرڅه به ېې په ډاګه په ټول عالم ولیدل. له دې سره به هر چا له خندا پړخ وهل .او چیغو ، خندا او ملنډو به ټول ښار په سر واخیست.
سپین ږیري دومره په خوند نکل کاوه ته به وایی پرې راټول کسان ېې په هماغه کوڅه او ښار کې درولی او د لیونی وزیرګل نندارې ته ګرد ولاړ دی. له سپین ږیری سره یو ځای دوی هم پوره خندل. سپین ږیری په خندا خندا کې په خوند نکل کاوه:
ـ خو موږ شوخو کوچنیانو او ځلمو به کله هغه غریب دومره ژر پریښود. که به ېې لمن هم په سر راواړوله او هر څه به ېې په ډاګه راوښوول بیا به مو هم پسې چیغې کړې :
ـ وزیرګل یی نه لري!!
سپین ږیری بیا له خندا بډوډی ونیول .
ـ وزیرګل به دا ځل  لکه عسکر ته چې د شا ګرز بولنه ورکړ ه شي  دستی شاه راواړوله . د شا لمن به ېې پورته کړه او سره کونه به ېې ټولو ته وروښوده .
له دې سره به د کوچنیانو او ځلمو تاو سوړ او وزیر ګل به ېې په آرامه رخصت کړ.
سپین ږیري غاړه تازه کړه او ددریم لیونی جمعه خان نکل ېې په خوند راواخیست:
ـ د جمعه خان لیونی هم همدا حال وو خو هغه یی د نارینتوب په پیغور نه ځوراوه . هغه ته یی نه ویل چې جمعه خان ېې نه لری. ده ته ېې یوه نا شاشنا نوم اخیست چې د هغه په وجود یی اور بلوه، هغه ېې داسې تروراو لالهانده کاوه لکه بې شمیره مچۍ ېې چې وچیچي . او هغه د کیشکرکلمه وه .موږنه هغه وخت په دی پوهیدو او نه اوس چې دا به څه شی وو خو چې جمعه خان به څنګه په کوڅه او سرک کې راڅرګند او رانږدې شو موږ ټولو به بې واکه چیغې کړې:
ـ کیشکر، کیشکر، کیشکر............
له دې سره به په جمعه خان لیونی اور بل شو ، له غوسې او کینې به لکه سکاره تور راواوښت.منډه به ېې واخیسته او د ډبرې په لټولو به شو ، هر څه به چې لاسته ورغلل زموږ په لور به ېې راوتوغول .موږ واړه او زاړه په دې پوهیدو چې د هغه ګوزار لکه د توپ ګولي داسې خوږول او ورانول کول خو موږد هیڅ شی پروا نه کوله او دده له هیڅ ګوزاره نه بیریدو.
موږ وړو او تنکیو زلمیو که دداسې لیونیانو له ځورونې خوند وړ ، لویانو ،په تیره سپین ږیرو به ېې پوره درناوی کاوه او تل به یی موږ ددوی له ځورونې راګرځولو او ټول به یی په دې پوهول چې دهغوی زورول لویه خطا او کناه ده. ټول په دې باوروو چې دوی د برخې خاوندان او خدای ته نږدې بندګان او د مرتبې څښتنا ن دي. که څوک ېې وزوروي ، تاوان وراوړی.ځکه خو چې یوه ورځ لوې تبې ونیوم . پلار مې د هغه لیونی لاسونه پر ما مچ کړل چې دوه ورځې وړاندې مې د نورو سره یو ځای پرې خندلی وو.
لیونیان که کوچنیانو ربړول ،لویانو ېې پوره طبعه کوله . نوې جامې ورته رانیولې ، خوراک او څښاک یی هر چیرې وړیا وو او چې د هر دوکاندرپر دوکان به یی هر شی خوښ شو چا ترې نه راګرځاوه او په خوشحالۍ ېې وړیا ور کاوه. زه د وطن په ډیرو سیمو او ښارونو ګرځیدلی یم . داسې یو نیم لیونی هر چيرې وو. د یوه نا مه باړو وو . یو یی ځونډی باله او چې هر چیری به یی کوچنی ولید هرومرو به یی مچاوه او که چا به تری منع کړ.فکر یی کاوه چې کوچنی به یی هرومرو په یوه اونۍ کې مري.
سپین ږیری لویه ساه وویسته :
ـنن چې بیا دې ښار ته له اوږدو کلونو وروسته راغلی یم هغه لنګی لیونیان چې موږ به دلته او نورو به په نورو کلیو او با نډو او ښارو کې زورول اولویانوبه د ولیانوپه قطار کې درول یو هم نه دی ژوندي.او ګرد په حق رسیدلي دي.خوآورم او ګورم چې ښارونه او کلی نوو لیونیانو نیولی دی .
بیا یی په کړس کړس وخندل:
ـ خو اوسني لیونیان نه یوازې چې پرتوګ نه اغوندی ګرد سره لغړ دي. او له هیچا ېې سترګه نه سوزي.
په سپین ږیري د راټولو کسانو له منځه یوه تن چې د سپین ږیری یادوونه ېې په غور څارل وويل:
ـ با با که پر هغو لیونیانو تا سو ملنډې وهلي دوی اوس  پر موږ ملنډې وهي .که لږ ېې وتورو لو څ مو کورونو ته راننوځي او نیغ هر څه راته د کوچنیانو او سیاسرو تر مخ لاس کې نیسي.
بل چې دده تر خوا نږدې ولاړوو پرې ورزیات کړل:
ـ او په هر څه چې ېې لاس کیښود له ځانه سره ېې په نره وړي.
بل چې سوړ اوسیلی یی لکه لمبه له خولې راوویست وویل:
ـ پخوانیو خو پخپلو کې سره نه وهل دوی چې پخپلو کې سره ونخلی نه یوازې ځانونه تباه کوی نور ښاریانو ته هم پوره زیان وراړوی.
یوه تن له ورایه را غږ کړل:
ـ ځکه دوی یوازې په لاسو یو بل نه راڅملوی . د چړو او وسلو دواړو کار اخلي.
بل هم چې زړه ېې له داسې سپن سترګو لیونیانو شین او خوړین وو په خپل وارددوی بحث ورولوید:
ـ او که څه ووایی  ځنې رعیت او حکومت دواړه په خوله لاس درږدی، لاس درسره اچوی او توری درپسې راباسی او هریویی دوه سوه قرانونه خوری چې دا دتیرو لیونیانو په څیر د مرتبې او برخې خاوندان او صادق مسلمانان دي.
ناببره د سپین ږیري له خولې چیغه ووځي:
ـ نو پا چا ولې دا ځنځیري سپي په پنجرو کې نه تړي؟
یو تن لکه بیده  چې له ډوب خوبه راکښیني اوږې وخوروی او په لوړ آواز ناره کړي:
ـ ځکه چې رعیت ویده دئ او پا چا اوس ددوي د وهلو او بندیانولو پر ځای داولس په پوهولو او راویښولو بوخت دي .
 
دشپې دولس بجې ـ سوتهال ـلندن
د۲۰۱۷میلادی کال د اکتوبر۲۸
 
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top