د دولت مالې سېسټم په اړه عامه ذهنیت

د دولت مالې سېسټم په اړه عامه ذهنیت



پوهیږو چې، بشري ټولنې دافرادو دارتباطاتو په اساس پدې مقصد جوړي شوي دي ترڅو خپلې اړتیاوې یو له بل څخه په ښه ډول پوره کړي؛ چې دغه اړیکې دبشري ټولنې دپایښت سبب شوي دي مثلاُ په یوه ټولنه کې احمد غنموته اړتیا لري او له یوسف سره غنم دده له اړتیاوڅخه زیات دي، دغه زیاته برخه غنم په احمد باندې پلوري، په بدل کې یې له احمد څخه پیسې لاسته راوړي، او اوس په دې پیسو باندې دمصطفی څخه لرګي اخلي او مصطفئ دلرګیو له لارې په لاسته راغلو پیسو باندې کومه بله اړتیا پوره کوي .......
دانساني ټولنو په رامنځ ته کیدلو سره د ارتباطو دغه ډول حلقه رامنځ ته شوي ده.
که چیرې هر فرد د خپل ټول ضرورتونه په خپله پوره کږلی شوای، نو بیا سترې ټولنې نه رامنځ ته کیدې، او هرکس به یو له بله یواځې، او بې خبره ژوند ترسره کوله.
مګر دا یوه طبعي پدیده ده چې افراد خپل ټول ضرورتونه پخپله نشي پوره کولی،
او د اړتیاوو دپوره کولو لپاره خپلمنځي متقابل فعالیتونه سرته رسوي، چې د دغه فعالیتونو کنټرول، او په سم ډول ترسره کول د یو لړ اقتصادي، سیاسي ټولنیزواو امنیتي اصولو او قوانینو په طرحه، او دهغې په تطبیق پوري تړلي ده، چې په یو هیواد کې د دغه اصولو او قوانینو طرحه او تطبیق دیو مواثردولت دنده ده یعنې ددغه حالت رامنځ ته کیدل پرته د یو مواثرحکومت څخه ناشوني ده ځکه چې داسې دندې او فعاليتونه شتون لري چې عام افراد یې له ترسره کولو څخه عاجز دي.
دولت دخپلې حکومتوالی فعالیتونه به دریو برخو کې ترسره کوي.
۱: داجرایه قوې فعالیتونه
۲:دمقننه قوي فعالیتونه
۳: قضایه قوې فعالتیونه
دولت دخپلو کارونو د پرمخ بیولو او دعامه خدماتو دترسره کولو لپاره په زیاته اندازه مصارفو تر سره کولوته اړتیا لري، چې د خپلو مصارفو د پوره کولو لپاره له لاندې مهمولارو اوسرچینو څخه د اړتیاوړعواید او شتمنی لاسته راوړي (مالي چارې یا Finances)
ترسره کوي.
۱: مالیات: مالیات هغه اجاري اوقانوني ورکړي دي چې د دولت له خوا د اشحاصو پرعایداتو او شتمنیو باندي وضع شوي وي.
دمالیاتو د راټولولو طریقه داسي ده چې د هر ولایت دګمرکاتو او دهغې اړوند مالیاتي او ادارو له خوا د مالیاتو پیسې دځانګړو تعرفو په اساس راټولیږي، بیا غه پیسي د هیواد مرکزي بانک ته لیږل کیږي او په عمومي بودیجه (دعادي او انکشافي بودیجې مجموعه) حسابیږي او بیا دعمومي بودیجې څخه هر ولایت ته دهغې د ضرورت او غوښتنو په اساس برخه ورکول کیږي.
 
۲: داخلي قرضونه اومرستې:
د یو هیواد مالداره او شتمن خلک دخپل حکومت سره د وطني مینې او یا هم د ځان ښودنې او شهرت په خاطر قرضونه او مرستي کوي.
 
۳: خارجي مرستې او قرضونه:
ځیني پرمحتللي هیوادونه له نوروغریبو هیوادونو سره چې (اقتصادي بهران په حالت کې وي، دتادیاتو بیلانس یې منفي وي، دولتي مصارف یې تردولتي عوایدو زیات وي) مرستې کوي لکه نړیوال بانک World Bank.
دپرمختیاعلاقه یي بانک Regional Developing Bank.
او داسې نور.
اوس داپوښتنه راپیداکیږي چې دغه قرضونه او مرستې دپرمختیایي (وروسته پاتي او غریبو) هیوادونو په ګټه دي اوکه په ضرر؟
د پورته پوښتنې دځواب په اړه اقتصادپوهان دوه ډوله نظریات لري!
الف: دغه مرستې اوقرضونه وروسته پاتې هیوادنو په ګټه دي ځکه چې ددغه هیوادونو په ملي پس اندازه او سرمایوي شیانو کې زیاتوالي راولي همداشان دغه پرمختیایې هیوادونوته د تکنالوژی نوي میتودونه اوشیان وړاندي کوي، او دزیربنایی پروژوپه جوړولو کې مرسته کوي.
 
ب: دغه مرستې او قرضونه دپرمختیایي هیوادونو لپاره په ضرر دي.
ځکه چې دا دپرمختیایي هیوادونو داستعمار یوه بله طریقه ده، او دغه خارجي مرستې او قرضونه په ډیره کمه اندازه وي، او نشي کولی چې ددغه هیوادونو د ضرورت وړسرمایې تهيه کړي، همداشان قرض اخیسونکی هیواد به په ازادانه ډول خپلې اقتصادي پالیسۍ نشي جوړولی؛ او د قرض ادا کول په راتلونکي کې ناممکن وي ځکه چې قرض ورکوونکی هیواد په قرض باندې سود هم غواړي.
د قرضونو د بیرته ورکولو موده په قانوني ډول ۴۰ کاله ښودل شوي ده.
نتيجه: دا ډول مرستې او قرضونه هغه وخت د اخيستونکي هيواد په ګټه دي چې اعظمي استفاده ترې وکړي.
 
۴: دولتي تشبثات او سهمونه:
دولت هغه وخت تشبثاتي عواید تر لاسه کوي چې، په بشپړ ډول دخصوصي اقتصاد په ډول تولیدي فعالیتونه ترسره کړي، اجناس او خدمات تولید، بازار ته یې عرضه کړي، او په بدل کې یې عاید تر لاسه کړي.
همداشان دولت په خصوصي شرکتونو او کمپنیو کې دسهمونو اوونډو داخیستلو له لارې هم عواید ترلاسه کوي.
 
۵- جریمې:
جریمې هم د دولت د مالي وسایلو د لاسته راوړلو وسیله ده، هر هغه څوک چې اقتصادي فعالیتونه د ټاکلو دولتي اصولو په چوکاټ کې تر سره نه کړي، نو د دولت له خوا جریمه ترې اخیستل کیږي مثلا دښوونځۍ له استاذ څخه ده غیرحاضری په مقابل کې د ده معاش څخه معلومه اندازه پیسې ګرځول کیږي.
 
۶: داړتیا پرمهال، او د وخت سره سم د دولتي شتمنیو او جایدادونو پلورل اجاره کول او دخدماتو عرضه.
 
 
دا څرګند حقيقت دی چې، زمونږ ګران هیواد افغانستان دڅو لسیزو را پدې خوا له یوه بدرنګ جنګ سره مخامخ دی، چې ددغه جنګ په جریان کې زمونږ ولس بیلا بیل مالي، ځاني، کلتوري، سیاسي، ټولنیز.....زیانونه او تاوانونه ولیدل.
ددغه جنګ عوامل خورا زیات دي چې سرچینه اونتیجه یې دنړۍ دخینو هیوادونو لکه پاکستان، ایران، سعودي عربستان روس، امريکا..... اقتصادي، اوسیاسي ګټې تشکیلوي. نوموړو هیوادونو دخپلو اهدافو دترلاسه کولو لپاره زمونږ هیواد په مستقیم اویا هم غیرمستقیم ډول ډول تر استعمار لاندې راوستلی دی.
دوی په افغانستان کې دناامنیو ددوام او خپلو اهدافوته درسیدلو په مقصد دمالتوس دغه نظریا چې ((هغه سیمه چې تاسې یې تراستعمار لاندې راوستل، او هلته دخپلې خوښې حکومت کول غواړی نو په نوموړي سیمه کې خپل مینځي جګړې رامینځ ته کړی، او هلته ذهري مواد وشیندی ترڅو دخلکو ذهنونه زیانمن او دغوره فکر کولو څخه ولویږي)) عملي کړی ده.
دځمکې استعمار ترڅنګ یي دفکر استعمار په برخه کې هم نفوذ پیداکړی ده په مختلفو طریقو له (تعلیم څخه بې برخې کیدل....) یې زمونږ داکثریت ولس ذهن داسې جوړکړی دی، چې پرته له دې چه د اډول حالت څخه دخلاصون لار ولټوي مګر عملاً یې دناامنیو راوستلو او دهیواد دبربادی په پیښو کې برخه اخیستي ده.
ددغه استعمارګرو ستره لاسته راوڼه داده چې دخپل استعمار وسیله یعنې جنګ او مخالیفتونه یې داسلام مبارک دین جامې ته داخل کړي دي، دافغانستان دولس دیوې برخې عقیده یې په ډیر هنر سره داسې جوړه کړي ده چې دافغان دولت سره دنده او کار تر سره کول داسلامي شریعت داحکامو له مخې حرام بولي.
پوهیږم له داسې پیښو او خبرو سره مخامخ شوي یاست او لیدلي مودي:
پلانی کس یې ځکه وواژه چې ملي ارودو سرباز وو حرام معاش یې اخیستو.
پلانی کس چې دولتي څارنوال وو اختطاف کړل شو دخوشېکیدو په بدل کې یې دومره پیسې غواړي.
پلاني کس پسې دبم چاودنه ځکه وشوه چې دملي امنیت مامور وو.
د یوې بوډۍ له خولې مې واوریدل چې زه مې دهغه زوي دمعاش یوه روپی هم نه اخلم چې په پولیسو کې دنده ترسره کوي.
په افغانستان کې همدغه فکري استعمار، دتعلیم د کچې ټیټوالی، د دولت دجوړښت او دهغې له دندو څخه د ولس ناخبري، ناسالم دولتي مدیریت، اداري فساد او په حکومت کې د نورو هيوادونو د همکارانو موجوديت..... هغه څه دي چې د دولت او اولس ترمنځ یې بې باوري او واټن رامنځ ته کړه دی.
څه ډول چې ددغه ناامنيو، او مشکلاتو تمويلوونکي هيوادونه اومنابع زمونږ به نسبت په سياسي او اقتصادي لحاظ په لوړ حالت کې قرار لري، او ددوی له زيان څخه د يوڅه وخت ته اړتيا ده؛ نو په همدې اساس عام ولس ته ۤکار ده چې دخپل دولت په اړه منفي ذهنیت له فکر څخه وباسي خپل دولت ته وفادار او همکار پاتي شي ددولت ستنځې تحمیل او دنورو هیوادونو له پالیسیو او اهدافو څخه په حقیقي ډول ځانونه خبر کړي.
همدارنګه دافغانستان دولت هم بايد ددغه اساسي ستونځې دحل لپاره لاندې کړنلارې عملي کړي.
 
۱: دسیمنارونو اوداسې نورو پروګرامونو له لارې عامه پوهوی. او دولس او دولت ترمنځ داړیکو زیاتوالی.
۲: دخلکو غوښتنو ته په معقول او قانونۍ ډول ځواب ویل.
۳: داداري فساد پروړاندې کلکه مبارزه، ولس ته دپرمختګ ډاډ ورکول.
۴: په هیواد کې دیوه مواثر دولت دموجودیت له ضرورت څخه دخلکو خبرول، او دوي ته دا ثابتول چې دولت دعامو خلکو څخه جوړ او دعامو خلکو دګټو لپاره کار کوي.
نتجه: دافغانستان دولت باید دخپلو فعالیتونو دپرمخ بیولو لپاره داسې پالیسی وکاروي چې، په اساس یې ددولت او ولس ترمینځ بې کچې باور رامینځ ته اوداستعمارګرو هیوادنو اهداف حنثی شي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top