د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، له دندو کوښه شوې کسان د ټوپک په زور خپلو دندو ته راځي

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، له دندو کوښه شوې کسان د ټوپک په زور خپلو دندو ته راځي



د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، له دندو کوښه شوې کسان د ټوپک په زور خپلو دندو ته راځي
روهي (درېنۍ/۲ د لړم)، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالعزیز آريايي تېره ورځ په یوه ليک کې د ياد کمېسيون د پنځو مامورينو (د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د دارلانشاء فني مرستيال، د ارزونې او تحليل رئيس، د انساني سرچينو رئيس، د اړيکو او سندونو امر او همدارنګه د ياد کمېسيون د حاضري مدير) له دندو د شړل کېدو خبر ورکړ.
 
په يادو مامورينو، د ولسمشر د فرمانونو پر وړاندې د ناغېړۍ، په دنده کې بې پروايي او د فساد توروننه پورې وو. چې ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د مشر او ځيني غړو په مواقفې له دندو ګوښه شول.
 
 
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر آريايي په وينا، "پنځه ګوښه شوي کسان اوس هم د ټوپک او وسلې په زور کمېسيون او دندو ته راځي، دوی د کمېسيون د ننه او له بهر څخه هم قضداً دا ډول کړنو ته هڅول کيږي. ما د دوی د قانون ماتونې په اړه اسناد لوې څارنوالۍ او ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولې دي."
 
بل خوا د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مرستياله حميرا حقمل د ياد کمېسيون په مشر تور پورې کوي او وايي، " د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د پنځو کسانو له دندو لرې کېدل سیاسي او له شرم ډکه قضيه ده. عبدالعزيز آريايي له خپلو صلاحيتونو ورېخوا کار کړی او د خپلو شخصي غوښتنو پر بنسټ يې ياد کسان له دندو لرې کړي دي."
 
خو د ياد کمېسيون مشر دا ټول تورونه رد کړي او په وينا يې، چې د هرڅه په وړاندې سندونه لري چې ولسمشرۍ ماڼۍ او لوې څارنوالۍ ته يې هم سپارلي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top