په لغمان کې د څه باندې یو نیم میلیارد افغانیو په ارزښت په ۷۹ ټولګټو پروژو کې په زرګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شوې

په لغمان کې د څه باندې یو نیم میلیارد افغانیو په ارزښت په ۷۹ ټولګټو پروژو کې په زرګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شوې



روهي (دوه نۍ/ د لړم د مياشتې لومړۍ نېټه) د لغمان ولايت د دفتر رياست، د رسنيو او اړيکو له دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې ويل شوې دي چې، په لغمان کې د څه باندې یو نیم میلیارد افغانیو په ارزښت په ۷۹ ټولګټو پروژو کې په زرګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شوې
د لغمان والي په مشرۍ په ولایتي پرمختیايي جلسه کې چې د سکتوري ریاستونو د مسولینو او د همکارو ادارو د استازو په ګډون جوړه شوې وه، د لغمان د اقتصاد رئیس شفیق الله احساس د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې اوس لپاره د لغمان ولایت د مرکز په ګډون په پینځه ګونو ولسوالیو کې د دولت له بودیجې څخه د څه باندې یو نیم میلیارد افغانیو په ارزښت د ۷۹ بېلا بېلو ټولګټو پروژو کارونه روان دي، چې په دغو پروژو کې په زرګونه بې روزګاره خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي احساس همدارنګه زیاته کړه چې د همکارو موسسو او ادارو په مالي ملاتړ هم د څه باندې اته میلیونه ډالرو په ارزښت د زراعت، صحت، معارف، زیربنا، ټولنیز خوندیتوب او په نورو مختلفو سکتورونو کې روانې او سرته رسېدلې پروژې شتون لري، چې د ولایت د پرمختیايي پلان او د ولسونو د غوښتنو او وړاندیزونو پر اساس ډیزاین شوي دي.
د اقتصاد رئیس له راپور ورکولو وروسته په وار سره د بېلا بېلو سکتورونو رئیسانو هم خپل راپورونه د ولایت مقام ته وړاندې کړل او په خپلو اړونده برخو کې یې ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه هم شریک کړل.
وروسته لغمان والي عبدالجبار نعیمي د غونډې د ارزونې پر مهال د ولایت په امنیتي او انکشافي بهیر د خبرو تر څنګ په مرکز او ولسوالیو کې د اقتصادي او پرمختیايي چارو د سمون په موخه ټولو مسولینو ته لارښوونې وکړې، څو د ولایت په کچه له روان پرمختیايي بهیر څخه وخت په وخت څارنه او نظارت وکړي.
ښاغلي نعیمي وویل چې د هرې پروژې د ټولو مراحلو د دقیقې څېړنې او ارزونې په برخه کې د تداراکاتو د کمېټې سره سره د اړونده ادارې مسول چې پروژه ورپورې تړلې ده تر نورو زیات مسولیت لري او که هر مسول په دغه برخه کې پاتې راشي نو پر وړاندې به یې جدي او قانوني چلند وکړي.
لغمان والي زیاته کړه چې د لغمان پوهنتون د سایټ پلان د تطبیق پروژه او دغه راز د برېښنا امریت اړوند د پینځه زره کورنیو لپاره د برېښنا شبکې د غځولو پروژه په دقیقه توګه ارزیابي او وڅېړل شي او پر وړاندې یې شته ستونزې او ننګونې په ګوته شي. نوموړي همدارنګه ټینګار وکړي چې ټولې پروژې باید د کاري پلان سره سم مخته ولاړې شي او د اړونده ادارو مسولین مکلف دي څو د قراردادیانو له کاري پلانونو په کلکه نظارت وکړي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top