عمر زاخېلوال د طالبانو له پلار سره وکتل

عمر زاخېلوال د طالبانو له پلار سره وکتل



روهي، (دوه نۍ/د لړم مياشتې لومړۍ نېټه)، په اسلام اباد کې افغان سفير عمر زاخېلوال د طالبانو له معنوي پلار او د پاکستان له مذهبي مشر مولانا سميع الحق سره لېدلي دي.
 
عمر زاخېلوال په خپل ټوېټر ليکلي چې ياده لېدنه د خيبر پښتونخوا په اکوړه خټک سيمه کې تر سره شوي او مولانا سميع الحق سره په يو شمېر مهمو مسايلو خبرې وشوې او له نومړي غوښتنه وشوه چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ دې د سولې په خبرو کې همکاري وکړي، خو د لېدنې د خبرو په اړه ډېر مالومات نه دي ورکړل شوي.
 
مولانا سميع الحق ته د طالبانو د ملاتړي او معنوي پلار څخه ويل کيږي. د راپورنو پر بنسټ مولانا سميع الحق په افغانستان کې د طالبانو له خوا روانې جګړې ته مشروعيت ورکړی.
 
د مولانا سمیع الحق او په پاکستان کې افغان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ترمنځ په داسې حال کې لېده - کته ترسره شوي، چې په ورستيو کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا بريدونه زيات شوي دي، او د ډېرو افغانانو په اند د يادو بريدنو تر شا د پاکستان لاس دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top